1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې تنه روسي پلوه بیلتون غوښتونکي وژل شوي

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP)۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د اوکراین په سویل ختیځې برخه کې درې تنه روسي پلوه بیلتون غوښتونکي وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ژنیو کې د اوکراین د کړکیچ په اړه خبرې ترسره کیدونکې دي.

https://p.dw.com/p/1Bk3U
انځور: Reuters

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې درې تنه بیلتون غوښتونکي هغه وخت ووژل شول چې اوکرایني امنیتي ځواکونو د ۳۰۰ کسانو د متفرق کولو هڅه وکړه. د هغه په خبره دغو کسانو د ماریوپول په ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې باندې برید کړی وو.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده: «د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه برید کوونکي وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان دي او ۶۳ تنه نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.» دغه اوکرایني چارواکي د پیښې په اړه معلومات په خپلې فیسبوک پاڼه کې خپاره کړي دي. د هغه په خبره برید کوونکو له ځان سره «مولوتف کوکتل» چې له بوتلونو څخه په لاس جوړ شوي یو ډول بمونه دي، لرل.

د تاوتریخوالي دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې نړیوال مشران د اوکراین د کړکیچ په اړه د خبرو اترو له پاره ژنیو ته ورځي. په دې خبرو اترو کې به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسووله کاترین اشتون، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاورف، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر گډون وکړي.

د خبرو اترو گډونوال غواړي چې پر داسې لارو چارو وغږیږي چې په پایله کې یې د اوکراین کړکیچ یو څه آرامه شي. د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوو مظاهره کوونکو دولتي ودانۍ نیولې دي او له روسې څخه یې غوښتي دي چې دغې سیمې ته سرتیري واستوي.

د کیف حکومت او لویدیځو متحدینو یې پر مسکو باندې تور لگولی دی چې د دغې سیمې ناآرامه کولو ته لمن وهي. دغه هیوادونه همداراز ادعا کوي چې د اوکراین په ختیځ کې پیښې په کریمیا کې رامنځ ته شوي وضعیت ته ورته دي چې په پایله کې یې دغه سیمه له روسیې سره یوځای شوه.

کیف د سه شنبې په ورځ د روسي پلوو مظاهره کوونکو پر ضد عملیات پیل کړل. تر دې مخکې دغو کسانو ته ضرب الاجل ټاکل شوی وو چې له هغو دولتي ودانیو ووځي چې نیولې یې دي.

له بلې خوا د ناټو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ناټو به د ختیځې اروپا په غړو هیوادونو کې خپل پوځي حضور لا پیاوړی کړي. هغه روښانه کړه چې دغه کار د اوکراین د وضعیت د څارنې په موخه ترسره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب