1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې افغان عسکر په امریکا کې ورک شوي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ماساچوست ایالت د «کپ کوډ» له گډ پوځي تمریناتي مرکز څخه درې افغان عسکر ورک شوي دي. ویل شوي دي چې د دغو درو عسکرو د موندلو هڅي پېل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DGpc
انځور: veneratio/Fotolia

د ماساچوست ایالت د ملي گارد ویاند جیمز سهادي، ویلي دي چې درې تنه د شنبې په ورځ د «کپ کوډ» د سیمه ییزې همکارۍ د قومندې له گډ پوځي تمریناتي مرکز څخه لادرکه شوي دي.

دغه درې لادرکه شوي کسان چې د افغانستان د ملي اردو عسکر دي، د جگړن جان محمد ارش، تورن محمد نصیر عسکرزاده او تورن نورالله امین یار، په نومونو ياد شوي دي. جیمز سهادي په خپلو څرگندونو کې وړاندي ویلي دي چې درې سره کسان د وروستي ځل له پاره د شنبې په ورځ نوموړي پوځي اډې ته څیرمه په یوه پلورنځي کې لیدل شوي دي او په وینا یې د خلکو له پاره کوم گواښ نه گڼل کیږي.

د ماساچوست ایالت د ملي گارد، ویاند ویلي دي: «هغوی دلته د دې له پاره رالیږل شوي ول، چې په تمرینونو کې برخه واخلي. داسې کوم دلیل نشته چې موږ دي د اندېښمن کړي چي گويا هغوی گواښ دي.» ویاند زیاته کړې ده نوموړو کسانو وسلو ته لاس رسی نه درلود.

د نوموړي پوځي مقر او ایالتي چارواکو او همداشان پولیسو د یکشنبې له ورځي راهیسې د نوموړو کسانو د لټون چارې پېل کړي دي.

دغه کلني پوځي تمرینات له ۲۰۰۴م کال راهیسې د گډون کوونکو هیوادونو تر منځ تر سره کیږي، څو پوځي چمتووالي او همکاریو په برخه کې ښوالی رامنځ ته کړل شي. په سږني تمریناتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنو گډون درلود چې پکښې د افغانستان ۱۵عسکرو برخه لرله. دغه دوه اوونیز تمرینونه د دې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

په عین وخت کې د سي بي اس، په نوم خبري شبکې رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په ورځ دوه نور افغان پولیس چې د یوې بېلې پوځي تمریناتي اډې څخه لادرکه شوي ول، بیا موندل شوي دي.

دغه پروگرام د امریکا متحده ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې له مخدرو موادو سره د متحدو ایالاتو د مبارزې ادارې له خوا پيل شوی وو.