1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجمهوري رياست په انتخاباتو کښي د کرزي جدي سيال

۱۳۸۸ تیر ۳۰, سه‌شنبه

افغانستان د زمري(اسد) د مياشتي پر 29 ،يعني پوره يوه مياشت وروسته خپل نوی جمهور رييس ټاکي ...

https://p.dw.com/p/ItrG
دانتخاباتی مبارزې جریان
دانتخاباتی مبارزې جریانانځور: AP

دا چي واکمن جمهور رييس حامد کرزی به په خپل اوسنی مقام کي پاته شي که نه، سمدلاسه سړی څه ويلای نسي . خو د تړلو دروازو تر شا د قدرت پر سر لوبه لا مخکي پيل شوې ده .

اوس به د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزې روان بهیر ته یوه کتنه وکړو :

دا ځل 41 کسانو ملا تړې چي دعامو ټاکنو له لاري د افغانستان د جمهوري رياست پر څوکۍ باندي کښيني ، خو واکمن جمهور رييس حامد کرزی د هغو څخه يو لږ شمير جدي سيالان بولي .

البته د ماليې د پخواني وزير اشرف غني احمد زي څخه پرته .

غني ډير پوه او هوښيار سړی ګڼل کيږي چي د خپل هيواد لپاره يو هر اړخيزه پلان لري، هغه يو هيواد چي دطالبانو د واکمنۍ څخه اته کاله وروسته هم له ثبات او سوکالي څخه ډير اوږد واټن لري .

انتروپولوګ يا بشر پيژندونکي،اشرف غني چي پخوا يې د ملګرو ملتو او جهاني بانک لپاره هم کار کړی دی وايي ،« افغانستان داسي يوه حکومت ته اړتيا لري چي په يو عملي پروګرام سره لوی ارمانونه پوره کړای شي .»

دغه ډول يادوني په بهر او په خاص ډول د امريکا متحده په ايالاتو کي چي د افغانستان يو مهم متحد دی، ډير ښه غبرګون لري . خو د هندوکش د غرو په لمنو کي پروت هيواد کي انتخابات په پروګرامونوسره نه ،بلکه دشبکو سره په تړاونو ګټل کيږي . د تړولو دروازو تر شا، له قومي مشرانو او ديني مخورو سره د خبرو اترو له لاري .

اشرف غني هم هڅه کوي چي ددغو کسانو وفاداري را خپله کړي . خو دا يوازي بسيا نه کوي، په همدې وجه هغه غواړي له نورو نفوذ لرونکو کانديدانو لکه عبدالله عبدالله سره په ګډه کار وکړي . عبدالله عبدالله وايی ،

«بدلون ته اړتيا شته، هيله سته . اميددی چي دغه هدف ته د باور وړ او شفافو ټاکنو له لاري ورسيږو .»

د بهرنيو چارو پخوانی وزير، عبدالله د يو معتدل اصلاح غوښتونکي په توګه ګڼل کيږي، هغه د قدرت غير مرکزي کول او د پارلمان لا زيات پياوړي کول خپل شعار ګرځولی دی . دی د امريکايانو لپاره هم د منلو وړ سړی دی، بيله دې چي هغه د افغانانوپه نظر، د امريکا په اصطلاح ګوش به فرمان وګڼل شي .

عبدالله عبدالله چي يو وخت د افغانستان د مقاومت د يو مشهور قوماندان، احمد شاه مسعود وياند ؤ، د افغانستان په شمال کي ډير زيات پلويان لري . د بيلګي په ډول د بلخ زورور والي له عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړی دی .

Afghanistan Wahlvorbereitungen Hamid Karsai
انځور: AP

خو ځينو څارونکي، لکه سياست پوه حميدالله نور عباد اټکل کوي چي ډيری نوماندان ښايي د جمهوري رياست د يوه يا بل نفوذ لرونکي غوښتونکو په ګټه له سيالۍ څخه لاس واخلي . دی اضافه کوي ،

«د دغو کانديدانو يو چل دا دی چي دوی غواړي فشار راوړي تر څو له انتخاباتو څخه وروسته يو مقام تر لاسه کړي . هغوی وايي : ټيک ده، زه د کانديد په حيث استعفاء کوم، زما رايه ورکونکي به تا انتخاب کړي، نو ووايه چي په خپل حکومت کي ماته کوم مقام راکوې .»

له دې لاري کيدای سي چي عبدالله او اشرف غني د واکمن جمهور رييس مطلق اکثريت مخه ونيسي او خبره د انتخاباتو دوهم پړاو ته واچول شي .

خود قدرت څخه د حامدکرزي ليري کيدل يوازي هغه وخت ممکن کيدای سي ، چي سيالان لاسونه سره يو کړي او د2 زورورو څخه يو بل ته د وړاندي توب اجازه ورکړي .

دداسي يو جوړښت لپاره تر اوسه پوري کومه نخښه نښانه نه ليدله کيږي .

څرنګه چي ښکاري، څومره چي د عبدالله عبدالله او اشرف غني په دريځونو کي د پراخ ليد کمښت ليدل کيږي، هغومره قدرت ته د رسيدو لپاره د هغوی غوښتنه غښتلې ده .

او د دې سيالۍ يوازنی ګتونکی ښايي حامد کرزی وی .

زابينه متای/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري