1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دامين فرهنګ په نظر 10 کاله نور خارجي قواوو ته ضرورت دی

۱۳۸۸ دی ۹, چهارشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ يوه پخواني وزير محمد امين فرهنگ د فرانسپرس آژانس ته په خپله مرکه کې نن په ډاگه کړېده : د دې په خاطرچه افغانستان وکولی شي پر خپلو پښو ودريږي او خپل امنيت پخپله وساتلی شي

https://p.dw.com/p/LHAq
د تجارت پخوانی وزير محمد امين فرهنگ
د تجارت پخوانی وزير محمد امين فرهنگانځور: AP

ښايي چې د دې کار په منظور د اولسمشر حامدکرزي حکومت او نړيوال په شريکه سره منظم او اغېزمن کار وکوي . دی وايی چه د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل به هيله په هيله په لسو راتلونکو کالونو کې تکميل شي .

نوموړي وزير د جنورۍ د مياشتې په پای کې د افغانستان په اړوند لندن کې کېدونکي کانفرانس ته په اشاره کولو سره زياته کړې : موږ بايد ټول يوه لاره راونيسو او نه چې گوښې گوښې جنبې ولرو.

فرهنگ له طالبانو سره يواځې د وسلې له لارې مبارزه ناممکنه بللې ده، دا يې هم پرې ورزياته کړې، که چېرته د افغانستان او افغانانو اقتصادي او مالي حالت بهتره او د ډاډ وړ وگرزي، نو بيا به دا مجاهدان په ورو ورو سره گوښي او يواځې پاتې کيږي. اکثر افغانان د طالبالو ليوال او غوښتونکي نه دي، خو مرسته ورسره کوي، او دا ځکه چې دوی د افغاني او نړيوالو امنيتي ځواکونو له لوري نه ساتل کيږي.

د سوداگرۍ پخواني وزير محمد امين فرهنگ له دې امله غوښتي دي، چې د افغانستان پوځ او پوليس بايد د کيفيت او کميت له مخې ډېر ښه چمتو او وروزل شي. د ده له قوله، افغانان غواړي چې ډېر ژر پر دې باندې وتوانيږي، له خپل هېواد څخه پخپله دفاع وکوي. له دې سره به موږ وکولی شو، چې اورپا هم له ترهگرو او طالبانو څخه په امان کې وساتو.

د فرانسپرس آژانس وړاندې ليکي، چې فرهنگ د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا خبره هم کړې او ويلي يې دي، چې د افغانستان اقتصاد بايد قوي شي او هم په بسيا اندازه سره د کار ځايونه وموندل شي. محمد امين فرهنگ د افغانستان زراعتي پيداوارو ته گوته نيولې او د بېلگې په توگه يې ويلي، چې موږ په سيمه کې تر بل هر ځای نه ښې مېوې لرو. د سوداگرۍ پخواني وزير فرهنگ غوښتي چې بايد د امريکې متحده ايالتونو او د اورپا لويې وچې ته د افغاني تجارت مخه خلاصه وي.

69 کلن فرهنگ له دې څخه هم يادون کړی، چې له شوکې او اختلاس سره بايد مبارزه وشي. دا يواځې يوه افغاني پېښه يا پديده نه ده، بلکه په مرسته او پيسو ورکوونکو هېوادونو کې هم په لوړه سويه سره شته. لکه د تل په شان تر اوسه پورې تړونونه پرته له اعلان څخه کيږي او بډې پکې اخيستل کيږي.

له بلې خوا د اورپا يو آلمانی سياستمدار ايلمار بروک د افغانستان په هکله د آلمان سياست ناکام بولي او وايي چې هيڅ کوم هدف نه دئ لاس ته راوړل شوی. بروک د اتومي ځواک پاکستان په گډون د سيمې د پاره يوه شريکه ستراتژي غوښتې ده.

بروک وړاندې په ډاگه کړې، چې لويديزوال ښايي نور افغانانو ته له دموکراسۍ ورزده کولو څخه لاس واخلي. د مسيحي دموکرات گوند CDU د بهرني سياست دا کار پوه وايي، چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو دنده ښايي يواځې او يواځې دا وي، چې د آلمان پرضد له ترهگري عملونو څخه مخنيوی وکوي.

د فرانسپرس آژانس/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري