دافغانستان ګاونډي هيوادونه د امنيت دخرابيدو څخه انديښنه لري
۱۳۸۹ آبان ۱۴, جمعهدغو هيوادو پر ملګرو ملتونو ږغ وکړی ترڅو د مخدره موادو د قاچاق چيانو نومونه دي، د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په تور لست کي شامل شي.
په ملګرو ملتونو کي د روسيې استازي، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو تکتيکونه بې اثره وبلل.
ده وويل چي دغه ځواکونه، پاڅون کونکي د افغانستان له نورو برخو څخه د دغه هيواد د شمالي ولايتونو او يا هم د نورو هيوادونو په لور تللو ته مجبوروي .
په ملګرو ملتو کي د روسيې سفير، ويتالي چورکوف، د ملګرو ملتونو پر عمومي غونډه ږغ وکړ چي د مخدره موادو پر ضد نوی کمپاين په لاره واچوي.
دا په داسي حال کي دی چي د افغانستان په ننګرهار ولايت کي د امريکايي او روسي ځواکونو د يو ګډ پوځي عملياتو په ترڅ کي، د مخدره موادو د پروسس ډير شمير مرکزونه، په ورستيو کي له منځه ولاړل .
دغه پوځي عمليات د روسيې او امريکا لومړني ګډ عمليات وه چي د مخدره موادو د پروسس د مرکزونو د تخريبولو په خاطر يې په لاره اچول وه. خو دغو عملياتو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی سخت په غوسه کړ.
ويتالي چورکوف چي د روسيې او شپږو نورو هيوادونو په استازيتوب يې خبري کولي، د ملګرو ملتونو غونډي ته وويل: ډير مهم دی چي د دغه مضر توکي د توليد اوقاچاقو لړۍ له منځه يوسو.
هغه زياته کړه چي افغان او بهرني ځوا کونه بايد د مخدره موادو د له منځه وړلو په خاطر لا سخت ګامونه پورته کړي. ده وويل مخدره توکي اوس مهال د پاڅون کونکو د تمويل مهمه منبع جوړوي.
ده همدا راز د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل ترڅو د مخدره موادو د قاچاقچيانو نومونه هم د ترهګرانو په اړوند د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په تور لست کي شامل کړي.
د مخدره موادو بيه په ورستيو کي ځکه لوړه شوې ده، چي د طالبانو د دوران په مقايسه، اوس مهال افغانستان لږ ترياک توليدوي.
چورکوف همدراز زياته کړه چي د مشترک امنيت د پيمان غړي هيوادنه چي څلور يې د افغانستان سره ګډ سرحدونه هم لري، د افغانستان په شمال کي د امنيتي وضعي د خرابيدو په هکله انديښنه لري.
ده ويلي دي چي دغه هيوادونه غواړي ترڅو په افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه خپل بې اثره تکتيکونه چي په ترڅ کي يې ياغيان د افغانستان شمال ته راځي ،پريږدي.ده ويلي دي چي د طالبانو پرضد عمليات بايد طالبان او ترهګران له منځه يوسي .
ارمنستان، بيلاروس، قزاقستان، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او دقرغزستان هيوادونه د مشترک امنيت د پيمان غړيتوب لري، چي ويتالي چورکوف يې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي استازيتوب کوي .
آژانسونه / جهش
کتونکی : محمد قاسم نوري