1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان سره دکومکي پيسو ډيره برخه بيرته خارجي شرکتوته ځي

۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعه

دبرتانيې د مرستندويه سازمان اکسفام د معلوماتو پر اساس ،کومي پيسې چه بايد د افغانستان دپاره د کومک په حيث ورکول سي ، د هغه ډيره برخه دغه جنګ ځپلي او بحران وهلي هيواد ته نه رسيږي ...

https://p.dw.com/p/I42p
انځور: AP Graphics

د افغانستان دپاره د اکسفام نماينده مټ والډمن ، نن په مادريد کښي پر دې انتقاد وکۍ،چه ددغو پيسو ډيره برخه خارجي شرکتوته د معاش په حيث ورکول کيږي . خصوصأ امريکايي شرکتونه ددغو پيسو څخه ډيره ګټه پلاس راوړي ،بيله دې چه د انتظار سره سم خپل کارونه په لوړه سطح اجرأ کي .

والډمن د ژورنالسټانو په مخکښي اضافه کړل،چه طبعأ دوی کولای سي،ګټه وکړي ،خو بايد دا پوښتنه وکو،چه په کمه اندازه .

دده د معلوماتو پر اساس دخارجي کومکو د پيسو 40 فيصده بيرته همهغو هيوادو ته ځي ،چه د افغانستان سره د پيسو کومک کوي ،او افغانستان ته ددغو پيسو ورکول زيادتره پداسي شرايطو سره تړل کيږي ،چه بايد د همدغو هيوادو څخه اموال او نور شيان رانيول سي . ځکه نو بايد تر پخوا زيات د افغانستان د حکومت سره په مستقيم ډول د پيسو کومک وسي .

اوتر څو چه په افغانستان کښي د فقر او غربت سره مبارزه ونسي ، ثبات به هم رامنځته نسي .

AFP/

کتونکی : محمد قاسم نوري