1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په کابل کې پر بس د بريد پړه منلې ده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې په کابل کې پر يوه کوچني بس باندې د بمي بريد مسئوليت منلی دی. په دغه بريد کې يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ژوبل شوي ول.

https://p.dw.com/p/4AfsW
Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
عکس له آرشيف څخهانځور: Kabir/Xinhua News Agency/picture alliance

په افغانستان کې د روژې مياشتې د پیل راهيسې ډېر مرګوني بريدونه شوي دي. د ځينو دغو بريدونو پړه د داعش مليشې منلې ده چې له حاکمو طالبانو سره دښمني لري.

داعش د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می په لومړۍ نېټه)  په يوه بس باندې د بريد مسئوليت هم منلی دی چې يوه ښځه پکې وژل شوې او درې تنه نور ټپيان شوي ول. دغه خبره په کابل کې د پوليسو مشر، خالد ځدراڼ هم تائيد کړې ده.

عيني شاهدانو ويلي دي چې بم په يوه کوچني بس کې ځای پر ځای شوی و.

۱۹ کلن علي ميثم چې د چاودنې پرمهال له يوې نانوايي سره ولاړ و، وويل چې »ما وليدل چې خلک په وينو لړلو او سوځېدلو مخونو سره له کوچني بس څخه راووتل.«

د هغه په خبره يوه ښځه په پېښه کې وژل شوې هم وه.

بلې خوا د جمعې په ورځ په يوه مسجد باندې د لمانځه پر مهال هم بريد شوی و چې له ۵۰ زيات کسان په کې په حق ورسېدل.

د داعش ډلې د شنبې په ورځ په تلګرام کې اعلان وکړ چې د دغه بريد مسئوليت د دوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د يکشنبې په ورځ د کوچني اختر مراسم تر سره کوي. له هغه وخت راهيسې چې طالبانو په افغانستان کې قدرت نيولی دی، بريدونو هم زور اخيستی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.