1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د مزارشریف ښار د پنجشنبې ورځ بمي چاودنو مسئوليت ومانه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعه

«اسلامي دولت» یا داعش تروريستي ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د پنجشنبې ورځې دوو بمي چاودنو مسئوليت پر غاړه واخیست. د بلخ پولیس وايي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه نه کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4AbIh
Afganistan | Taliban in Mazar-i-Sharif
د آرشیف انځور - یو طالب جنګیالی په مزارشریف ښار کېانځور: Sputnik/dpa/picture alliance

په مزارشریف ښار کې د پنجشنبې ورځې چاودنې، تیره اوونۍ په دغه ښار کې د شیعه ګانو د یوه مسجد په منځ کې د خونړۍ چاودنې په ادامه شوي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند، آصف وزيري د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د پنجشنبې ورځې دوې چاودنې د څو دقیقو زماني فاصلې تر منځ د مزارشریف ښار په دوو جلا ناحیو کې داسې وخت وشوې چې خلک د روژه ماتې له پاره خپلو کورنو ته ستنیدل.

هغه وويل: «داسې ښکاري چې د [بریدونو] هدف به شیعه ګان ول.» هغه زیاته کړه چې ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.

په سیمه کې د داعش څانګې (ISKP) د دغو بمي بریدونو مسئولیت منلی او پکې ېې ۳۰ کسانو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د پيښې انځورونه خپاره شوي دي. په یوه انځور کې يو ميني بس موټر ښکاري چې د اور په لمبو کې سوځيږي. په یو بل انځور کې بیا یو ټوټه ټوټه شوی موټر ښکاري او طالبان ښودل کيږي چې د پيښې ټپیان روغتون ته رسوي.

تر دغو چاودنو یوه اوونۍ مخکې هم په مزارشریف ښار کې د شيعه ګانو په یو مسجد کې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ لمونځ کوونکي ېې ووژل او ډير شمیر نور ېې ټپیان کړل. تر دغې چاودنې يوه ورځ مخکې په کندز ولایت کې د سنیانو په یوه مسجد کې د جمعې لمانځه پر وخت بمي چاودنه وشوه چې ۳۶ کسان پکې ووژل شول.

هغه وخت د کابل ښار په لوېديځ کې هم په دوو بمي چاودنو کې شیعه ګان په نښه شول. په یوه چاودنه کې چې په ښوونځي کې وشوه شپږ زده کوونکي ووژل شول.

داعش ډلې د مزارشريف ښار په یوه مسجد کې د تیرې اوونۍ چاودنې مسئوليت هم په غاړه اخیستی وو، خو د کندز ولایت په یوه مسجد او د کابل ښار په ښوونځي کې د شوو بمي چاودنو مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستي.

د تیرکال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په افغانستان کې وسلوالې نښتې تر ډير بریده نه کیږي، خو داعش ډلې بیا خپلې حملې جاري ساتلي چې تر ډيره پکې هزاره شیعه ګان په نخښه کيږي.