1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش د ايران پر پارلمان او خميني پر مقبرې د يرغل ادعا کړې ده

۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د ايران پر پارلمان او د انقلابي مشر آيت الله خميني پر مقبره باندي د داعش په يرغل کي څلور کسان وژل سوي. داسي ښکاري چي بريدونه پلان سوي ول. د پارلمان ودانۍ او مقبره ۲۰ کيلومتره سره ليري دي.

https://p.dw.com/p/2eEeV
[No title]
انځور: Ilna

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخي څلورو وسله والو کسانو چي يو ئې ځانمرگي وو د دغه هيواد په پارلمان ورننوتي دي. يو ساتونکی ئې وژلی دئ. د بريد کوونکو يوه ئې ځان چولی دئ.

د ايران تسنيم خبري آژانس همدا اوس په تهران کي د پارلمان ودانۍ په لوړه برخه کي د څلورو کسانو د يرغمل کېدو خبر ورکړی دئ.

د ايران د پلازمېني په جنوب کي د انقلابي مشر آيت الله خميني په مقبره کي درو وسله والو کسانو ډزي کړي دي. د راپورونو له مخي په دغه پيښه کي يو باغوان وژل سوی او څلور نورو کسان ټپيان سوي دي.

د ايران د رسنيو د راپورونو له مخي دلته دوو کسانو چي يوه ئې ښځه او بل نارينه وو ځانونه چولي دي.

تر دغو پيښو وروسته د ترهگري ډلي داعش تبليغي آژانس اعماق ويلي دي چي يرغلونه د دوی جنگياليو کړي دي.

په تهران کي تر دغو بريدونو وروسته د بريدونو سيمي کلابندي سوي، ښاري ميترو درېدلې او د کورنيو چارو وزير د امنيت شورا بېړنۍ غونډه رابللې ده.