1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش اوس هم په زرونو ښځي يرغمل کړي دي

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

د انساني قاچاق پرضد د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ناديا مراد ويلي دي چي ترهگره ډله داعش بايد سړی له پام ونه باسي. دغه ډله اوس هم مدرنه وسلې لري او په زرونو ښځي ئې د جنسي مينځو په توگه ساتلي دي.

https://p.dw.com/p/2dj3p
Jesidische Frauen und Mädchen
انځور: Martin Durm

د جرمني شپېگل مجله د ناديا مراد په معرفي کي ليکي، چي هغې د ۲۰۱۴م کال تر اگست مياشتي پوري د عراق په شمال کي سنجار ښار ته نژدې عادي ژوند کاوه. تروريستانو ئې يوه ورځ د دې او کورنۍ ژوند په غم ور ولاړه.

په دغه ورځ ترهگرو نجوني او ښځي د کلي په ښوونځي کي سره راټولي کړلې. ناديا چي پخپلو سترگو ئې د کلي د نارينه وو قتل ليدلی، وايي چي تروريستانو ئې په يوه ورځ ۶ تنه وروڼه او مور ور ووژل. دا وايي داعش ئې د قوم ۴۰ تنه ووژل.

داعش بيا دغه ځوانه نجلۍ له نورو ښځو سره يو ځای د عراق موصل ښار ته بوتلله. ناديا درې مياشتي د داعش په منگولو کي وه او جنسي بردگۍ ته اړايستل کېده. وروسته بيا دا وتوانېده چي د داعش له شکنجو څخه په تېښته بريالۍ سي.

ناديا اوس د جرمني په بادن ورتمبرگ ايالت کي ژوند کوي او د داعش له منگولو څخه د ايزدۍ ښځو د آزادۍ له پاره مبارزه کوي.

د جرمني پارلمان د ۲۰۱۶م کال د ساخاروف جازيزه دغي ايزدې نجلۍ ته په دې دليل ورکړه چي د بشري حقونو په برخه کي فعاليت کوي. تر دغي جايزې وروسته ناديا مراد بيا د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته هم ولاړه او هلته ئې د داعش په منگولو کي د  ايزدې نجونو او ښځو په اړه ډېر غمجن معلومات وړاندي کړل.

د هغې خبرو په ټوله نړۍ کي انعکاس وکړ. هغې وويل: «د تروريستي ډلي داعش د انسان وژونکو له خوا راباندي داسي ډله ايز جنسي تيری کيدی چي بې هوښه به سوم.»

د اسيرو ايزدۍ ښځو په اړه د ناديا خبري ملگري ملتونه هم تائيد وي. د ملگرو ملتونو په راپور کي ټينگار سوی دئ چي له ۲۰۱۴م کال راهيسي او پر سنجار ښار باندي د داعش له يرغل راهيسي، نژدې ۳۰۰زره ايزديان له خپلو مېنو تښتېدلي. د دوی د راپور له مخي پر سنجار ښار باندي د داعش په يرغل کي له ۲۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ پوري ايزديان وژل سوي او دغه راز د ايزديانو ۶۳۰۰ ښځي او نارينه تښتول سوي دي.

ناديا مراد له شپېگل مجلې سره په خبرو کي ويلي دي چي داعش اوس هم جنايت کوي او ۳۰۰۰ ايزدۍ ښځي ورسره بندياني دي. په هغوی کي د هغې ۱۷ کلنه خورځه هم ده.

شپېگل د ناديا له قوله ليکلي دي چي د مشرق په فرهنگ کي ښځي د جنسي آزار په اړه چپه خوله پاتيږي. خو ناديا اوس د هغو په سونو ايزدۍ ښځو ږغ ده چي اوس هم له داعش سره د مينځو په شان بندياني دي.

مجلې دغه راز ليکلي دي چي ناديا تر اوسه لا بيرته خپل هيواد ته د تگ هيلي لري. هغې ويلي دي چي جرمني اوس دې ته پناه ورکړې ده او د هغي ورځي په هيله ده چي داعش د خپلو جنايتونو له کبله محاکمه سي.