1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خُرم: فکر نه کوم چي په پاکستان کي دي کودتا وسي

۱۳۸۹ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

تقريباً د دوو نيمو کلونو راهيسې د پاکستان پوځ تر لس کلني واکنمۍ وروسته يو ملکي حکومت واک ته پرې ايښی دی.

https://p.dw.com/p/PBa2
د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځانځور: AP

دوه نيم کاله د مخه د پوځ نوم ډېر ښه نه و، خو سيلابونوعسکرو ته د دې امکان ورکړی چې د مرستو د لارې خپل نوم بېرته ښه کړي.

په پاکستان کي اوس يوار بيا داسي آوازي دي چي د هغه هيواد پوځ غواړي بيا کودتا وکړي.

صمد خُرم چې د نظامي زورواک مشرف ضد په غورځنګ کي يې فعاليت کاوه، دغه کار د ځواني دموکراسۍ دپاره مثبت نه بولي.

«کله چې خلک ويني چې عسکر مرستې کوي، نو د پوځ په وړاندې شته تصور ښه کيږي. په پاکستان کې تل سياستوال له پوځ سره مخامخ وي. که د پوځ نوم ښه سي او سياستوال تکړه نه وي، نو دا د دموکراسۍ لپاره يوه ستونزه ده. حکومت د سيلابونو په وړاندې سم غبرګون نه دی ښودلی.»

په داسې حال کې چې په پاکستان کي سيلابونه راوتل، ولسمشر اصف علي زرداري د اروپا په سفر بوخت و، او خپل سفر ته يې هسې دوام ورکړ.

حکومت په دې نه دی بريالی سوی چې بېړنيو مرستو او د بيا ودانولو چارو ته منظمه بڼه ورکي.

په داسې حال کي چي تندلاري اسلامي ډلي پياوړي دي، خو دموکرات ګوندونه هيڅ صحنې ته نه راڅرګنديږي.

حارث خالقي چې له کالونو راهيسې په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو غورځنګونو کې فعاليت کوي، د منځلارو سياسو ځواکونو کمزورتيا ويني.

صمد خرم په دې نظر دی چې دموکراتان بايد په پاکستان د ټولو ستونزو سره سره له حکومت څخه ملاتړ وکي. هاغه سياستوال چې د سيلابونو په ناورين کې يې کار نه دی کړی او يا په اداري درغليو کې ښکېل ول، کېدای سي په راتلونکو انتخاباتو کي ورته رايي ورنه کړل سي. خو دی د کودتا په اړه راپورته سوي آوازې نه مني.

«زه فکر نه کوم چې کودتا به کيږي، ځکه چې هغه بايد په حقوقي لحاظ تاييد سي. پوځ تل ستري محکمې ته مخه کوي، تر څو د خپلي واکمنۍ لپاره يو حقوقي چوکاټ ولري. خو دا کار به ونه سي. بېرته مقرر شويو قاضيانو انکار کړی و چي د زورواکي مشرف پر بېړنيو قوانينو باندې لوړه وکي. ډېره احتمالي خبره نه ده چې دغه قاضيان به اوس يوې کودتا ته غاړه کېږدي.»

اکثره شنونکي هم دغه اټکل تاييدوي. هغوی په دې اند دي چې پاکستانی پوځ به د دې پرځای هڅه کوي چي خپل پياوړي نقش ته د پردې تر شا لا وده ورکړي.

آژانسونه/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل