1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست کي د يوه ځوان او يوې پېغلي مړي موندل سوي

ظ (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي، چي د جمعې په شپه خوست ښار ته نژدې، په کروندو کې د يوه ځوان هلک او يوې پېغلي نجلۍ مړي موندل شوي دي. گومان کيږي چي دواړه به د نامشروع اړيکو د لرلو په خاطر وژل شوي وي.

https://p.dw.com/p/18a5J
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Khost Englischانځور: DW

د خوست امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډگروال محمد يعقوب دويچه ويله ته وويل، چي دوى نن سهار داسي معلومات ترلاسه کړه، چې د ښار سويل ختيځ ته د مرکز متون په دارش کلي کې دوه جسدونه پراته دي. «موږ ورغلو او دغه جسدونه مو د خوست ملکي روغتون ته انتقال کړل.»

د ډگروال يعقوب په خبره، که څه هم چي تر اوسه پوري په دقيق ډول د پېښه عامل نه دى معلوم، خو داسي ښکاري، چي د دواړو ترمنځ غېر مشروع اړيکي موجودي وې.

د خوست د ولايتي روغتون مشر ډاکټر مجيد منګل دويچه ويله ته وويل، دوى ته دغه دوه جسدونه ور وړل شوي دي او تر طبي څېړنو وروسته معلومه شوې ده، چې هغوى د توپک په مرميو وژل شوي دي.

مجيد منګل وويل: «هلک او نجلۍ دواړه د خوست اوسيدونکي دي. د نجلۍ عمر نزدې ١٨ کالو ته رسيږي او داسي ښکاري چي هلک ۲۵کاله عمر درلود.»

ډاکټر زياتوي، چې وژل شوې نجلۍ ورکړل شوې وه، خو تر اوسه يې واده نه وو کړی.

بله خوا په سويل ختيځ کې د بشري حقونو کمېسيون يوه چارواکي محمد يوسف ملاتړ دا عمل وغانده او وايي، چې دوى به يې په اړه څېړنې وکړي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«يو څوک په مرگ محکمول غېر قانوني عمل دى، ځکه که يو څوک پر يو چا باندي په هره برخه کي شک ولري، نو هغوى بايد دولت او قانون ته مراجع وکړي.»

ملاتړ وايي، اول بايد دا معلومه شي، چې هغوى يوازي ملګرتيا درلوده، که يې جنسي اړيکې درلودې او که نه نو په کومو شواهدو دغه هلک او نجلۍ په مرموزه توګه وژل کيږي.

هغه وايي، په ځينو قضيو کې داسي هم شوي دي، چې يو څوک له بل چا سره ستونزه ولري، نو دا ورته اسانه لار وي، چې خور او لور ورسره بدنامه کړي او په پايله کې يې مقابل کس هم ورسره ووژني.

خوست د افغانستان په سويل ختيځ کي هغه ولايت دی، چي د قومي دودونو او رواجونو ډېر درناوي پکښې کيږي. د کارپوهانو په خبره دغه دليل دي چي په دغه ولايت کي يو شمېر ناموسي وژني ترسره کيږي.

د خوست د ښځو چارو رياست د مسئولينو په خبره، يوازي تېرکال په خوست کې ١٣ ښځې په بېلابېلو طريقو سره د ناموس په نوم وژل شوي دي.