1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: ځانمرگي برید لږ تر لږه ۹ تنه ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/14ymd

د دولتي چارواکو په وینا د افغانستان په جنوب ختیځ کې په یوه ځانمرگي برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د خوست ولایت د علي شیر په ولسوالۍ کې د پولیسو د تالاشی په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده. د چارواکو په وینا په وژل شوو کسانو کې درې تنه پولیس هم شامل دي.

د چارواکو په وینا دغه ځانمرگي بریدگر اول ساتونکی وواژه او بیا ئې کوښښ کاوه چې پوستې ته د ننه ورننوځي. د علي شیر ولسوال امیر بادشاه دوران د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه ځانمرگي برید په ترڅ کې ۳ تنه پولیس او شپږ تنه ملکي کسان چې د چاودنې پر وخت د پوستې په داخل کې موجود ول وژل شوي دي. په دغه پیښه کې ۴ تنه پولیس هم ټپیان شوي دي. د پیښې پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.