1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: د ناټو پر اډې باندې برید وشو

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه

د خوست په ولایت کې د ناټو پر یوې اډې باندې برید شوی دئ. په پېښه کې لومړی د دې اډې مخې ته یو موټر بم چاودلی دﺉ او وروسته بیا نورو بریدو کوونکو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/156Mo
Afghan security forces arrive at the scene of an anti-U.S. demonstration at a NATO military base in Jalalabad, east of Kabul, Afghanistan, Wednesday, Feb. 22, 2012. Anti-American demonstrations continued for a second day Wednesday in Afghanistan over what the U.S. has said was the inadvertent burning of Muslim holy books at a NATO military base. (Foto:Rahmat Gul/AP/dapd)
Demonstration Afghanistan Koran Verbrennungانځور: AP

د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته. لومړنیو رپوټونو د اوو تنو د وژل کیدو او ۱۳ تنو د ټپې کیدو خبر ورکړی وو، خو یوازې د اوو تنو د ټپې کیدو خبرې کیږي.

یوه افغان امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په پېښه کې یوه ځانمرگي برید کوونکي د ناټو په یوې اډې کې په یوې امنیتي پوستې کې خپل له چاودیدونکو موادو ډک موټر ته انفجار ورکړی دئ. دې چارواکي ویلي دي چې پېښه په خوست ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

دغه چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط زیاته کړې ده: «برید کوونکي له چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر د ناټو د اډې په لومړی پوسته کې وچاوه. لومړني معلومات ښیي چې په پېښه کې اوه افغانان وژل شوي دي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.»

ناټو پخپلې اډې باندې د یاغیانو برید منلی دئ خو د دغې اډې موقعیت ئې نه دئ ښودلی. تر دې مخکې د خوست ولایت د پولیسو مشر جنرال سردار محمد، ویلي وو چې له ښاره پنځه کیلو متر لیرې یوه ډیره قوي چاودنه رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان اندیښنه لري چې افغان ځواکونه به و نه شي کولای چې د یاغیانو د دغه شان بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو یوه بل غړي ويلي دي چې په دې برید کې کوم افغان یا بهرنۍ سرتیری نه دﺉ وژل شوي. ایساف د پېښې د ملکي قربانیانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د چارواکو د معلوتو پر اساس په چاودنه کې وژل شوي وګړي ټول هغه کارګران دي چې په سیمه کې د بیارغونې په یوې پروژې کې په کار بوخت ول.

یادښت: دا خبر هره گړی تازه کیږي

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض