1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: د عمر په ډيريدو نجوني ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي

۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبه

په خوست ولايت کي د ښځو په وړاندي لاهم د تاوتريخوالي بيلابيلي پيښي دوام لري. د خوست يو شمير مېرمني او انجوني هم د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي له پيښو سختي په انديښنه کي دي.

https://p.dw.com/p/QpEi
په افغانستان کي سيمه ايز دودونه دي چي تر ډيره د نجونو د زده کړو مخه نيسي
په افغانستان کي سيمه ايز دودونه دي چي تر ډيره د نجونو د زده کړو مخه نيسيانځور: AP

دوی وايي ترټولو غټه ستوونزه چي دا وخت د خوست ښځي ورسره مخامخ دي، هغه د عمر په لوړيدو سره د زده کړو لپاره ښوونځيو ته د انجونو نه پريښودل او د پيغلو د وديدو پرسر د کورنيو لخوا د لوړ ولور اخيستل دي.

د خوست په ولايت کي د ښځو چارو يو شمير فعالي مېرمني هم پدغه ولايت کي د ښځو په وړاندي را پورته سوي ستونزي پرځاى بولي.

د هغوی په خبره دوی په همدې موخه د خوست بيلابيلو سيمو ته سفرونه پيل کړي ، ترڅو له کورنيو سره دا ستوونزه هواري کړي، چي نور خپلي مېرمني، خويندي او لوڼي د ناوړو دودونو قرباني نه کړي.

په خوست کي د افغان خويندو د يون ټولني مشري مېرمن نسرين احساني پلارنو او ميندو وغوښتل چي د نارينو په څير په خپلو خويندو او لوڼو هم زده کړي وکړي.

د خوست د ښځو چارو د رياست مشره حاور اميري بيا وايي چي دوی د ښځو په وړاندي د يادو ستوونزو د مخنيوي لپاره جدي هڅي پيل کړي.

نوموړي وويل د خپل اړوند وزارت په مرسته يې دا وخت د خوست په ځينو سيمو کي د عامي پوهاوي کمپاينونه پيل کړي، تر څو پدغه ولايت کي د ښځو په وړاندي د موجوده ننګونو مخه و نيسي.

دا پداسي حال کي ده چي د هيواد د ډيرو نورو سيمو په پرتله په خوست ولايت کي د سيمه ايزو دودونو او کلتوري محدوديتونو ته ډير درناوى کيږي.

د کارپوهانو په خبره ددې ستونزو یو عمده عامل په هغه ولايت کي سيمه ايز دودونه دي چي ښځو ته د اسلام د مبارک دين لخوا ورکړل سوي ډيرحقوق تر پښو لاندي کيږي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل