1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستيان: د معنوي خبرداری د منلو نه دی

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبه

د خوست ولايت يو شمېر قومي مشران د ټاکنو د خپواک کمېسيون د مشر له هغي خبري سره مخالف دي چي وايي په ناامنه سيمو کي به د رايي اچولو صندوقونه نه ږدي.

https://p.dw.com/p/17i0D
انځور: DW

څو ورځي مخکي د ټولټاکنو د خلواک کمېسیون رئيس فضل احمد معنوي خبرادری ورکړی وو، چې په نا امنه سيمو کي به د رايي اچوني صندوقون نه ږدي.

د افغانستان د يو شمېر نسبتاً نا آرامو سيمو اوسيدونکي له دې پريکړې سره مخالف دي او وايي، چې دا يوه ملي پروسه ده او هر څوګ پکې د ګډونه حق لري.

د خوست يو شمېر قومي مشران، دا پريکړه د ښاغلي معنوي شخصي نظر بولي او زياتوي، چي دوى حاضر دي چې په هر ډول حالاتو کې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

د خوست يو قومي مشر مفتي حبيب الرحمن خوستى واي: «په نا آرامه سيمو کې د ټاکنو د صندقو نه ايښوول به د هېواد د يو شمېر هغو ولايتونو له خلکو سره ستره جفا وي، چې اوس عملآ د دوى په سيمو کې جنگ روان دی او په يوه نه او بل شکل له ټاکنو څخه د هغوى د محروميدو هڅې کيږي.»

د خوست د موسى خېلو د نا آرامه ولسوالۍ قومي مشر، حيدرګل منګل هم ورته نظر لري او زياتوي: «که سوراور هم بل وي، دوى په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې برخه اخلي او نور خلک به هم په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.»

د خوست د ولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار هم وايي، که په نا آرامو سيمو کې رايو ته صندقونه کښې نه ښوول شي، د هېواد تر نميايي خلک به له ټاکنو بې برخه شي، ځکه د هغه په خبره اوس عملآ د هېواد په څلوېښت سلنه خاور کې جنگ روان دی او دا ټاکنې به دوى ته هيڅ مشرعيت ونه لري.

خاکسار غوښتنه کوي: «حکومت مکلف دى، چې د هېواد په هره سيمه کي د ټاکنو امنيټ ټينګ کړي، که د ټاکنو امنيت نشي نيولای، نو بيا ټاکنو ته څه اړتيا ده.»

د خوست اوسيدونکي په داسې حال کې د دې پريکړې مخالف دي، چې دا مهال د خوست پنځه ولسوالۍ نا امنه دي، خو د تېرو ټاکنو پرمهال په يادو ولسواليو کې خلکو په رايه اچونه کې پراخ ګډون کړى وو.

په ورته وخت کې د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى وايي، دوى د خوست د ټول ولايت پر وضعه کنټرول لري او ډاډمن دي، چې د خوست په دريو اداري واحدونو او دوولسو ولسواليو کې به د ټاکنو کلک امنيت وساتي او د رايې اچونې په ورځ به د ټاکنو د بهير پر وړاندې هيڅ امنيتي ګواښ موجود نه وي.

ټاکل شوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د حمل پر شپاړسمه نيټه ترسره شي او د ټولټاکنو کمېسیون وایي، د ټاکونو په ترسره کېدو به«یوسلو پنځوس میلیونه ډالره» ولګیږي چې ډېره برخه لګښت يې نړېوالې ټولنې پر غاړه اخیستی دی.