1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خواړه د مرګ تر ټولو ستر دلیل؟

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

په ټوله نړۍ کې د هرو پنځو کسانو له ډلې څخه یو یې د خوړو د کمښت یا د زیانمنو خوړو د خوراک له امله مري. یو څیړنیز رپوټ وايي چې په خوړو کې د غذایې مواد کمښت د انسانانو پر ژوند بد اغیز پریښی دی.

https://p.dw.com/p/39dhT
Hungersnot im Jemen
انځور: Reuters/K. Abdullah

د خوړو په برخه کې یو نړیوال رپوټ وايي چې په ټوله نړۍ کې انسانان نه یوازې د خوړو له کمښت سره مخامخ دي، بلکې داسې کسان هم شته چې د خوړو له کمښت سره مخ نه دي خو بیا هم دغه راز خوراکونو د هغوی د روغتیا له پاره زیان رسوي.

دغه رپوټ چې په خپلواکه توګه جوړ شوی وايي چې په ټوله نړۍ کې د افریقا لویه وچه د خوړو د کمښت په برخه کې له نورو مخکښه ده. په دې رپوټ کې همدا راز ویل شوي دي چې پر خوړو باندې د چاپیریال د ککړتیا منفي اغیز ان د تنباکو یا سګرټو تر څښلو ډیر دي. دغه نړیوال رپوټ د نومبر میاشتې پر ۲۹ نیټه د ټایلنډ په پلازمینه بینکانک کې د خوراک د نړیوال کنفراس پرمهال وړاندي شوی دی.

په دې رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې په خوراکي توکو کې د ګټورو موادو کمښت د دې لامل شوی دی چې ټوله نړۍ په کلني ډول شاوخوا درې نیم تریلیونه ډالر اضافي پیسې مصرف کړي. رپوټ د خوراکونو له کبله د مرګونو په هکله لیکلي دي چې د ماشومانو د شاوخوا ۴۵ سلنه مرګونو اصلي دلیل په خوراکي توکو کې د غذايي موادو کمښت دی خو په عین حال کې زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې بیا تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ډلې څخه شاوخوا ۱۷میلیونه ماشومان بیا د خوراک له شدید کمښت سره لاس او ګریوان دي. رپوټ همدا راز وايي چې چاغښټ یا د ډیر وزن لرل بیا د ټولو مرګونو شاوخوا ۷ سلنه برخه ده.

Kinderarbeit in Ägypten
انځور: AP

د امریکا متحده ایالاتو د جونز باپکنز پوهنتون پروفیسوره او د دې رپوټ لیکونکې جیسیکا فرانزو وايي: «موږ چې څه خورو، همدا مو وژني. له دې کبله د خوړو په نظام کې باید ښکاره اصلاحات رامنځ ته شي څو هر څه بیرته سم لوري ته سوق شي.»

په دې رپوټ کې راغلي دي چې په خوراکونو کې د غذايي ګټورو موادو کمښت د انسانانو پر روغتیا باندې منفي اغیز کړی او وايي چې دغه څه به انسانانو ته د نه منلو وړ پایلې له ځانه سره ولري.