1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد د امریکا کانگرس ته معلومات ورکوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

ټاکل شوې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ د افغان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره د مذاکراتو ماموریت یې پر غاړه وو، د امریکا د کانګرس غړو ته د تړلو دروازو تر شا معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/3Pqu8
USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د ماموریت مسوولیت یې پر غاړه وو، د امریکا کانګرس ته معلومات ورکړي.

زیاته شوې ده چې د پوښتنو او ځوابونو او همدا راز د معلوماتو د ورکړې دغه لړۍ به د تړلو دروازو ترشاه ترسره شي.

خلیلزاد په داسې وخت کې د امریکا د کانګرس غړو ته معلومات ورکوي چې ۱۲ ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یوه ټویټري پیغام له لارې له طالبانو سره روان مذاکرات لغوه اعلان کړل.

د امریکا په کانګرس کې د بهرنیو اړیکو کمیټې د یوې احضار نامې له لارې زلمی خلیلزاد بلاخره دې ته اړ کړ چې د کانګرس د غړو پر وړاندي حاضر شي. یادې کمیټې شکایت کړی وو چې دوی یې له طالبانو سره د مذاکراتو په برخ کې بې خبره ساتلي دي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ یوه توافق ته رسیدلي یوو...څو له سفیر خلیلزاد څخه په یوه سري غونډه کې [له طالبانو سره د مذاکراتو په هکله] معلومات ترلاسه کړو.»

خلیلزاد تر اوسه پورې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره نهه پړاوه مذاکرات کړي دي چې په هکله یې ډیر کم معلومات له رسنیو سره شریک شوي دي.

خلیلزاد همداراز ویلي ول چې دوی له طالبانو سره په اصولو کې توافق ته رسیدلي دي چې له مخې به یې امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي. د یاد توافق پر اساس طالبان اړ دي چې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې قطع کړي.