خبرونه په انځورونو او متن کي
د افغانستان، سيمي او نړۍ مهم خبرونه دلته لوستلای سئ. د ۲۰۱۵م کال د اګست مياشتي دويمه نېټه
طالبان: مولوي جلال الدين حقاني ژوندی دی
طالبانو د يکشنبې په ورځ په يو پيغام کي ويلي چي د مولوي جلال الدين حقاني د مړيني آوازې پروپاګنډ دی. زياته سوې چي نوموړی ژوندی او د ملا محمد عمر په مړينه خواښينه دی. مولوي حقاني د حقاني شبکې مؤسس دی چي د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد جګړه پر مخ بيايي. د نوموړي يو زوی د طالبانو د نوي مشر ملا منصور مرستيال ټاکل سوی دی. د ملا عمر د مړيني د خبرونو وروسته د حقاني د مړيني خبرونه هم خپاره سوي ول.
ترکيه: پر PKK د بمبار د احتمالي ملکي تاوان پلټنه کوو
ترکيه وايي د کوردانو د کارګر ګوند هغه ادعاوي څېړي چي د ترکي الوتکو په بمبار کي ۹ ملکيان وژل سوي دي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي د عراق په کوردي سيمه زارکېل کي د دغې پيښي جدي پلټني به وکړي. د هغه په وينا په دغه سيمه کي ترکي جنګي الوتکو يوازي غېرملکي سيمي په نخښه کړي دي. ترکيې پر PKK تور لګولی چي د ملکيانو څخه د سپر په توګه کار اخلي. د شمالي عراق کوردۍ ادارې د PKK څخه غوښتي چي سيمه پرېږدي.
لومړی وزير بحاح د لنډ وخت لپاره يمن ته تللی
د يمن لومړي وزير خالد بحاح په سعودي کي د څلورو مياشتو جلاوطنۍ څخه وروسته د څو ساعتو له پاره عدن ته سفر وکړ. پلازمېنه صنعا د حوثي ملېشو په لاس کي ده او حکومت د عدن څخه د پلازمېني په توګه کار اخلي. بحاح وويل چي و عدن ته د سفر مقصد يې ښودل دي چي دغه ښار آزاد او ژوند يې نورمال دی. بحاح د سعودي عرب په نظامي الوتکه کي عدن ته راوستل سوی ؤ. سعودي د هغه ائتلاف مشري کوي چي پر حوثيانو هوايي بريدونه کوي.
د آلمان څخه د بهرنيانو په ايستنه کي ۴۲ سلنه زياتوالی راغلی دی
په آلمان کي په وروستيو وختونو کي د بهرنيانو د ايستنې په شمېرو کي زياتوالی راغلی دی. د آلماني ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاګ» ليکلي چي د روان کال په نيمه برخه کي ۸۲۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هيوادونو ته لېږدول سوي دي. دا شمېره د تېر کال په عيني موده کي ايستنو د شمېرې څخه ۴۲ سلنه زياته ده. په راپور کي راغلي چي په دغه موده کي ۱۲۶۰۰ انسانان په خپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سوي چي پکښي ۸۵ يې د بالکان څخه ول.
ځانمرګي بريد ۲ ترکي عسکر ووژل
د کوردانو د کارګر ګوند PKK د يو احتمالي ځانمرګي بريد کوونکي له خوا د يکشنبې په ورځ دوه ترکي عسکر وژل سوي او ۲۴ نور ژوبل سوي دي. د انادولو خبري آژانس د راپور له مخي دغه بريد د ترکيې په ختيځ ولايت اګري کي رامنځ ته سوی. ويل سوي چي بريد ګر خپل په چاوديدونکو توکو بار ټراکټور د پوځي مقر سره جنګولی او چاودلی دی.
«د يهودي ترهګرۍ پر ضد به د عربي ترهګرۍ ضد اقدامات تر سره سي»
اسرائيلي وزير موشې جالون د «اداري توقيف» اجازه ورکړه. دغه قانون بېله رسمي تور او محاکمې څخه تر لامحدود وخت پوري د يو کس د توقيف اجازه ورکوي. دا قانون تر مخه يوازي د فلسطينيانو پر ضد کارول کېدی. خو د يهودي توندلارو له خوا د ۱۸ مياشتني فلسطيني ماشوم د وژل کېدو وروسته دغه قانون د يهوديانو پر ضد هم اعلان سو. د جالون په وينا «د يهودي ترهګرۍ پر ضد بايد هغه اقدامات وسي چي د عربي ترهګرۍ پر ضد کاريږي.»