1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه اي لویدیځ ته د «تکبر» څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۵ خرداد ۸, شنبه

په ایران کي د لمړي ځل لپاره نوي پارلمان غونډه وکړه. پداسي حال کي، چي خامنه اي په غونډه کي د «امريکا د دسیسو» په مقابل کي د بیدارۍ خبره وکړه، بیا روحاني د نورو هیوادونو سره پرعادي مناسباتو باندي ټینگار وکړ.

https://p.dw.com/p/1IwMl
Iran Teheran Ayatollah Ali Khamenei (C)
انځور: Imago/Xinhua

د ایران مذهبي او سیاسي مشر ایات الله علي خامنه اي په تهران کي د نوي انتخاب سوي پارلمان وظایف داسي مشخص کړل:«دا ستاسي مکلفیت دی، چي د پارلمان څخه د غربي هيوادونو د دسیسو او بېشرمانه غوښتنو پر ضد د یوه قدرت په توگه استفاده وکړئ.»

د خامنه اي خبري په غیر مستقیم ډول د امريکا متحده ايالاتو ته متوجه وې. هغه ټینگار وکړ، چي د ایران وضعیت تر بل هر وخت ډ‌یر پیچلی او مغلق دی. دغه مذهبي رهبر، چي په ټولو مهمو پریکړو کي قاطع صلاحیت لري، پر وکیلانو باندي ږغ وکړ، چي د ایران د ۱۹۷۹ م کال د انقلاب پرینسیپونه هیر نه کړي او د غربیانو د دسیسو په مقابل کي مقاومت وکړي.

روحاني د خپلي سیاسي تگلاري د ملاتړ غوښتنه وکړه

تر دې مخکي د ایران معتدله جمهور رئيس حسن روحاني د ۲۶۵ حاضرو وکیلانو او د هیواد له مهمو سیاستوالو څخه د خپل سیاست په خاطر د ملاتړ غوښتنه وکړه.

روحاني زياته کړه:«ولس د پارلماني انتخاباتو پر مهال خپله سیاسي وړتیا ثابته او واضح یې کړله، چي هغوی څشي غواړي او څشي نه.» روحاني ټینگار وکړ، د دې لپاره چي د «هیواد ستونځي هواري سي، باید حکومت او پارلمان په گډه سره کار وکړي. دا هغه څه دي، چي د پارلمان په تیره دوره کي نه مشاهده کیدله.»

روحاني همدارنگه د ایران د اسلامي جمهوریت او نورو هیوادونو تر منځ پر عادي مناسباتو باندي ټینگار وکړ: «هیڅ کوم هیواد بې له نورو هیوادونو د تفاهم څخه ښه اقتصادي وده نه ده کړې.» هغه په ایران کي د تر ۵۰ ملیارډو ډالرو پوري خارجي پانگه اچونو باندي ټینگار وکړ.