1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه اي: سږ کال بايد د اقتصاد لپاره جهاد وشي

۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعه

د تهران رژيم د نړيوالواقتصادي بنديزونو په وړاندي له ټينګ مقاومت څخه خبري کوي خو د نوي کال په مناسبت د مذهبي مشر آيت الله خامنه اي له وينا څخه ښکاري چي د ايران اقتصادي وضعيت هسي هم شين او زرغون نه دي چي ادعايي کيږي

https://p.dw.com/p/RGZB
د ايران مذهبی مشر آیت الله علی خامنه ای
د ايران مذهبی مشر آیت الله علی خامنه ایانځور: AP

ايران بهرني نړي ته داسي ښکاره کوي چي ګواکي نړيوال اقتصادي بنديز پري هيڅ اغيزه نه ده کړي. خودغه هيواد د تيلو او ګازو په سوداګريو کي د نويو پانګه اچولي له کموالي سره مخامخ دي.

کله چې ايران په 21 مارچ د نوي هجري لمرايز کال جشن پيل کړ ، نوو دولتي مشرانو خپلي ذمه واري بيانيي ورکړي. خو آيت الله علي خامنه يي په راتلونکو 356 ورځو باندي يو ځغلند نظر واچوه.

هغه وويل: «مونږ بايد پدي نوي کال کې مهمو څيزونو ته پاملرنه وکړو. او زما په فکر اقتصاد د دغه هيواد يوه محوري پوښتنه ده.له همدي کبله زه دغه کال د اقتصاد د جهاد په نوم يادوم.»

خامنه اي زياته کړه: «زه د دولتي دستګاه، پارلمان او له ټول ولس څخه هيله لرم چې په اقتصادي برخه کې خپل فعاليتونه د جهاد د اندازو سره برابر کړي ، ځکه چۍ نورمال او عادي فعاليت بسيا نکوي.»

په حقيقت کې دا خبره ګرانه ده چې سړي پري پوره پوه شي چې اقتصادي جهاد يعني څه ؟ خو دا خبره خامنه اي واضحه نکړه. سړي کولي شي چې دلته دا خبره وکړي چې هغه مطلب او مقصد د سپيڅلي جهاد څخه ندي، بلکه ستره هڅه او خواري په کار ده، ځکه چې د دغه لفظ لغوي معني همدا کيداي شي .

د خامنه اي خبرو ډير ايرانيان حيران کړيدي او وايې چې مذهبي مشر ولي پدغه وخت کې د داسي يو اواز يا غږ اوچتول غواړي او هغه هم د نوي کال په ورځ. تر اوسه پوري داسي ښکاريده چې د ايران اقتصاد درست او ټيک روان دي، خو د مذهبي مشر اشارو د ايران پر روان اقتصادي وضعيت باندي شک او ترديد رامنځ ته کړ.

د ايران مذهبي مشر د خپل هيواد د « اقتصادي ناخوالو» ملامتيا د ايران پر « دښمنانو» واچوله چي بر ايران يي اقتصادي بنديزونه لګولي دي. خامنه اي وويل: « زمونږ د ولس او هيواد د دښمنانومهم هدف او موخه اقتصاد دي ، ځکه چې د اقتصادي بنديزونو بل مقصد نشته په غيرد دي څخه چې زمونږ اقتصاد ته يو ګذار ورکړي او زمونږ ګړندي پرمختيايي قدمونه ورو کړي. خو هغوي په خطا کي دي.»

خو دکارپوهانو په نظر د ايران د مذهبي مشر دغسي يوه وينا د هغه يو واقعيت څخه پرده پورته کول دي چي ايران له يو سخت اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دي.

تيره اوني د ايران د يوي مشهوري مجلي «دنيايي اقتصاد» خبريالي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه پوښتنه وکړه چي آيا دا خبره درسته ده ، لکه څنګه چې د ايران حکومت په خپلو رسمي بيانيو کې هميشه دا خبره کوي چې د ايران اقتصاد يو څه په رکود او لړزه کې دي ؟

احمدي نژاد دي پوښتني ته په ځواب کي وويل:« په يوه هيواد کې چې په کال کي يواشاريه دوه ميلونه کورونه اباد شي او د تيلو صادرات يي د ۷ نه ۳۰ ميليارده ډالرو ته اوچت شي ، په يوه هيواد کې چې هر کال يو اشاريه دوه ميلونه وګړي نوي کاررونه پيدا کړي او بيکاري را ټيټه شي ، نو زه نه پوهيږم چې څنګه کيداي شي چې اقتصاد په رکود او لړزه کې وي.»

د اقتصادي چارو ژورنالسته په خپلو پوښتنو باندي ټينګار وکړ او ځينني ارقام او اعداد يي ياد کړل چي په اقتصادي رکود شهادت ورکوي.

هغې وويل: ورستي ارقام د 2007 ميلادي کال د اقتصادي ودي څخه دي. دغه ارقام په «سلو کي يو» د اقتصادي ودي څخه ويندويي کوي. سربيره پردي بيکاري زياته شويده او 14.6 فيصدو ته رسيدلي ده. د انفلاسيون کچه هم د تير هجري لمرايز کال په پرتله 12.6 زياته شوي ده.

د نوموړي ژورنالستي له تبصرو او د ايران د مذهبي مشر له وروستي ونيا معلوميږي چي د ايران پر اقتصادي وضعي باندي نړيوال بنديزونه ناوړه اغيزه کړي، هغه څه چي محمود احمدي نژاد او د هغه ملګري يي نه مني.

اولريښ پيک/ شيرين ګرديوال

کتونکي: عبدالباري حکيم