1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په سريلانکا کي چاودني د کرايست چرچ پر مساجدو د بريدونو غچ و؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د سريلانکا د حکومت لومړنۍ څېړني ښيي چي د دغه هيواد پر کليساوو او هوټلونو باندي بريدونه د کرايست چرچ پر مسجدونو باندي د بريدونو غچ وو. داعش هم په سريلانکا کي د بريدونو مسئوليت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3HHTI
Sri Lanka Negombo Zerstörte St. Sebastian Kirche nach Anschlag
انځور: Reuters/A. Perawongmetha

د سريلانکا د دفاع وزير مرستيال رووان ويجواردنه نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۳مه) د خپل هيواد پارلمان ته ويلي دي چي د يکشنبې ورځي د بريدونو مسئول «جماعت ملي توحيد» او «جمعيت ملت ابراهیم» سازمانونه دي.

ويجواردنه زياته کړې ده چي د لومړيو معلوماتو له مخي د دغو بريدونو موخه په مارچ مياشت کي د نوي زيلند په کرايست چرچ کي پر دوو مسجدونو باندي د بريدونو غچ اخيستل وو. په کرايست چرچ کي هغه مهال ۵۰ کسان ووژل سول. د کرايست چرچ شکمن بريدگر چي اوس بندي دی، يو ښی اړخی افراطي دی.

خو داعش ډلي پخپله تبليغاتي انټرنيټ پاڼه «اعماق نيوز» کي د يوه خبر په خپرولو سره په سريلانکا کي د بريدونو مسئوليت پرغاړه اخيستی دی. د داعش په اعلاميه کي راغلي دي: «هغو کسانو چي د يکشنبې په ورځ يې د امريکا په مشرتوب ائتلاف غړو او مسيحيانو باندي په سريلانکا کي بريد کړی، د اسلامي دولت غړي ول.»

د رسمي شمېرو له مخي په سريلانکا کي د يکشنبې په ورځ د مسيحيانو د اختر د مراسمو پرمهال پر درو کليساو او څلورو هوټلونو باندي په بريدونو کي ۳۲۱ کسان ووژل سول.

د سريلانکا د حکومتي کړيو د معلوماتو له مخي، د دغه هيواد امنيتي ځواکونو د يادو بريدونو په تړاو ۴۰ کسان نيولي دي چي په ډله کي يې يو سوريايي هم سته. د دغو معلوماتو پراساس د نيول سوو کسانو ډيری د سريلانکا وگړي دي.

د رويترز خبري آژانس د معلوماتو له مخي يوه بهرني استخباراتي سازمان څو ورځي مخکي خبرداری ورکړی وو چي د «مجاعت ملي توحيد» سازمان په پام کي لري چي بريدونه وکړي.

af/n.z(rtrd)