1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: ټاکني هر ځای د ځانه سره سرغړوني لري

۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل چي د ټاکنو پروسه يوه ځوانه پروسه ده نو طبيعي خبره ده چي سرغړوني او شکايتونه به پکښي موجود وي.

https://p.dw.com/p/PHT7
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

دويچه ويله: د حكومت له نظره د ولسي جرګې ټاكني څنګه وې؟

عمر: د انتخاباتو تر سره كيدل چي د ډيرو خلکو په گډون تر سره سول په خپل ذات كي يوه ستره بريا ده. سره ددې چي په دې برخه كي زيات ګواښونه موجود وو او خلک د د ښمنانو لخوا ويرول سوي وو خو بياهم خلكو په دې ملي پروسي كي برخه واخسته يوه كاميابي وه. پروسه ځوانه ده خود به يو څه پکښي کيږي.

دويچه ويله: په ټاکنو کي د سرغړونو او درغلیو زيات رپوټونه وركړل سوي دي. آيا دا په دې خاطر چي تاسي وايست دغه پروسه ځوانه ده؟

عمر: طبيعي ده هرچيري چي ټاكني كيږي نو شكايتونه او سرغړوني د ځانه سره لري او دا ادعا موږ كوو چي په ټاكنو تخلف نه دى سوى دا به وي خو د دي لپاره يوه پروسه په مخكي لرو يو ارګان موجود دى چي شكايتونو ته به رسيدګي وكړي. زموږ هيله داده چي د ټاكنو او د شكاياتو كمېسيونونه په ګډه سره كوشش وكړي چي ټول تخلفات وڅېړي او درايو حقلارو ته خپل حق ور ورسوي.

دويچه ويله: په تيرو پنځو كلونوكي كله ناكله ستاسو او پارلمان ترمنيځ مناسبات خرابيدل د نوي پارلمان سره به څه ډول اړيكي وساتی؟

عمر: د پارلمان او حكومتونو ترڅنګ د نظر اختلاف يوه طبيعي خبره ده په ډيرو مواردو كي حكومت يو نظر لري او پارلمان بل. خو دوی په ګډه د اختلافونو د له منځه وړلو لپاره كاركوي نو د تير پارلمان سره هم حكومت په ډيرو مسائلو كي د نظر توافق درلودی او په ځينو مسائلو كي اختلاف موجود وو. په هيواد كي د دموكراسۍ د پياوړتيا دپاره دا ښه خبره ده چي د نوي پارلمان سره همدغسي د نظر توافق او مخالفت موجود وي. موږ دانه غواړو چي يو مصنوعي پارلمان د حكومت تابع وي.

دويچه ويلي: تردې دمه يو شمير وزيران سرپرست دي د نوي پارلمان د جوړيدو سره جوخت به د باور د راي اخستلو لپاره نوي وزيران معرفي سي كه نه؟

عمر: دا د خلكو د استازو حق دى چي د كابينې وزيران د رايو د اخستلو لپاره معرفي سي. هر وخت چي پارلمان په كار پيل وكړي، نوي وزيران به هم ورته معرفي سي.

دويچه ويله: داسي اوازې دي چي حكومت غواړي د پارلمان نوى رييس په خپله خوښه وټاكي دا خبره څومره رښتيا ده؟

عمر: د پارلمان د غړو ټاكل د خلكو كاردى او د پارلمان رئيس د پارلمان د غړو له منځه د رايو په ترڅ كي ټاكل كيږي، حكومت د هيچا ملاتړ نه كوي. هر څوك چي د پارلمان د غړو لخوا د رئيس په توګه وټاكل سي هغه حكومت ته منظوردى.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل