1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حماس د ۳ اسرائیلي ځوانانو په تښتولو کې ښکیل وو»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

د حماس راډیکالې اسلامپالې ډلې دا خبره منلې ده چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د دریو اسرائیلي ځوانانو په تښتولو او وژنه کې د دوی د سازمان د غړو لاس وو. د نوموړي سازمان په وینا تر دې دمخه یې په دې هکله معلومات نه لرل.

https://p.dw.com/p/1CzfP
انځور: Gianluigi Guercia/AFP/Getty Images

د حماس د راډیکاله ډلې مشر خالد مشعل (په پورتني انځور کې ښکاري) د روان میلادي کال د جون میاشتې په نیمایي کې په ترسره شوې پېښه کې د دغه سازمان د غړو په لاس لرلو اعتراف کړی دی. د حماس ډلې مشر د «یاهو نیوز» په نامه له انټرنیټ پاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ تر دې د مخه پر دې نه پوهیدو، چې دغه عمل د حماس د غړیو له لورې پر لاره اچول شوی وو. خو موږ پر دې پوهیږو چې خلک د اشغال او ظلم له کبله ناهیلي شوي دي او پر هر امکان باندې لاس پورې کوي.» خو خالد مشعل پر دې خبره ټینگار کړی دی چې په دغو پلانونو کې د حماس د مشرتابه سلا شامله نه ده.

د جون میاشتې په نیمایي کې درې اسرائیلي ځوانان، د لویدیځ اردن د سیند په غاړه کې لومړی وتښتول شول او بیا وروسته یې مړې وموندل شول. د اسرائيلو حکومت د دغو وژنو له پاره د حماس ډله مسووله وگڼله. خو نوموړې فلسطیني ډلې دغه خبره رد کړې وه، او تر هغې وروسته د تاوتریخوالي یوه لړې پېل شوه چې د غزې جگړه یې ولمسوله.

په خپله دغه مرکه کې خالد مشعل د غزې د جگړې په هکله هم نظر څرگند کړی دی. هغه ویلي دي: «د حماس او فلسطینیانو مقاومت د اسرائیلو تیري ته ځواب وایي. موږ ملکیان نه پر نخښه کوو.» هغه ویلي دي دا چې تل بې گناه کسان اغیزمن کیږي، په دې پوره اړه لري چې حماس کافي ټیکنالوژۍ ته لاس نه لري: «زموږ وسلې دومره پرمخ تللي نه دي، لکه د دښمن.» هغه یادونه وکړه: «په هغه صورت کې که چیرې موږ دقیقي وسلې تر لاسه کړو موږ ژمنه کوو چې یوازې پوځي اهداف په پام کې نیسو.»

د جمعې په شپه د اسرائیل هوایي ځواکونو د غزې پر تراړه بمباري کړې ده. د فلسطیني معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د روغتیا وزارت د ویاند، د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې نور لس تنه ټپیان شوي هم دي. دغه برید د دایرالبلا ښار ته څیرمه تر سره شوی دی. د ویاند د وینا له مخې د غزې په ښار کې پر یوه کور باندې د یوه بل برید په پایله کې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ په اسرائیلو کې یو څلور کلن ماشوم د فلسطینیانو له خوا د هاوان د گولۍ په برید کې وژل شوی دی. د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتنېاهو، د نوموړي ماشوم د وژنې د غچ اخیستنې له پاره د سختو بریدونو په هکله خبرداری ورکړی وو. د نتنېاهو ویاند اوفیر گیندلمن، د ټویټر په ټولنیزه شبکه د حکومت د لومړي وزیره له قوله په خپل پېغام کې لیکلي وو چې راډیکاله حماس «به د دې برید سخت تاوان ورکړي.» زیاته شوې ده چې پوځ او استخبارات به په غزې کې د حماس پر وړاندې خپلو بریدونو تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې د «د حفاظت کرښه» نومي پوځي عملیاتوهدف تر لاسه شي.

د رپوټونو له مخې د جولای د میاشتې د پيل راهیسې د غزې، په پېل شوي کړکيچ کې تر اوسه ۲۰۹۶ تنه وژل شوي او له ۱۰۵۰۰ کسانو څخه زیات ټپیان شوي دي.

اسرائیلي او فلسطیني اړخونه د تیرې اوونۍ په نیمایي کې د سولې په هکله د مذاکراتو د ناکامیدو وروسته پر یو بل باندې ‌بریدونه کوي.