1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس د واحد حکومت پر جوړولو موافقه وکړه

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس ته ویلي دي چې له اسرائیلو او حماس سره د سوله کولو تر منځ باید یو انتخاب وکړي. حماس او فتح د يوه واحد حکومت پر جوړولو سره سلا شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Bnet
Palästinenserpräsident Mahmud Abbas
انځور: Reuters

حماس او د فتح په مشرۍ د فلسطین د آزادۍ سازمان (PLO) په یوه بیانيه کې ویلي دي چې دواړو د یوه تکنوکرات وحدت حکومت د جوړولو پرپکړه کړې ده. په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د پنځو اوونیو په اوږدو کې د یوه خپلواک حکومت د جوړولو پر سر چې مشري به یې محمود عباس کوي، موافقه شوې ده.» تر دې اعلان وروسته په غزه کې په زرونو کسان سړکونو ته راووتل او د دغې پریکړې هرکلی یې وکړ.

دغه پریکړه له هغه وروسته وشوه چې فتح او حماس تر ۲۰۰۷ کال وروسته په لومړي وار د پخلاینې خبري اتري پیل کړې. حماس د امریکا په منځگړیتوت د فلسطین د خپلواکمنې ادارې او اسرائیلو تر منځ د خبرو اترو مخالفت کوي.

له دې موافقې سره کیدای شي د ټاکنو او اسرائیلو پر وړاندې د یوې ملي ستراتیژي له پاره لاره هواره شي. پر دې سربیره به محمود عباس هم لا ډیر ملي حاکمیت ته ورسیږي او حماس به تر ډېره ځايه له انزوا څخه راووځي.

خو دا خبره لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې ایا د حماس او فتح تر منځ به اتحادي حکومت رامنځ ته شي او که نه. تر دې مخکې دغه دواړي ډلي په ۲۰۱۱ کال کې د مصر په منځگړیتوب د یوې موافقې په عملي کولو کې پاته راغلي وې، چې هدف یې د همدې اتحاد حکومت جوړول وو. اوس فتح د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشري پر غاړه لري خو حماس بیا د غزې په تراړه کې خپله اداره رامنځ ته کړې ده.

فلسطينيان
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Images

د اسرائیلو له خوا گواښ

د دغه تړون تر رامنځ ته کیدو وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتانیاهو، سخت غبرگون وښود. دغه تړون په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د خبرو اترو بهیر جاري وساتي.

نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «ایا هغه [محمود عباس] له حماس سره سوله غواړي او که له فلسطین سره.» هغه زیاته کړه: «سړی نه شي کولای چې دغه دواړه ترلاسه کړي او باید یې په منځ کې یوه انتخاب کړي. زه هیله لرم چې هغه به سوله انتخاب کړي. تر اوسه پوري هغه دا کار نه دی کړی.»

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اویگدور لیبرمن، هم په یوه بیانیه کې ویلي دي چې عباس کولای نه شي چې له حماس او اسرائیلو سره په یوه وخت کې سوله وکړي. هغه حماس ته د یوه داسې «ترهگر سازمان خطاب کړی دی چې د اسرائیلو د ویجاړولو غږ کوي».

دا په داسې حال کې ده چې د عباس ویاند نبيل أبو ردينة، ویلي دي چې له حماس سره سوله د فلسطین یوه کورنۍ موضوع ده. هغه زیاته کړې ده: «عباس سوله او فلسطین د خلکو یو والی انتخابوي. د فلسطین د خلکو یو والي له سولې سره مرسته کوي. د مصالحې او خبرو اترو تر منځ هیڅ کوم اختلاف موجود نه دی.»

له بلې خوا بیا د غزې پر تراړه باندې د اسرائیلو په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي. دغه برید د حماس او فتح تر منځ د سولې د تړون تر اعلانیدو لږ وروسته ترسره شو.

د امریکا په منځگړیتوب د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ دي

د امریکا متحده ایالاتو په منځکړیتوب د فلسطین د خپلواکمني ادارې او اسرائیلو تر منځ د سولې خبري اترې تر هغه وروسته له ستونزو سره مخامخ شوې چې اسرائیلو د یو شمیر فلسطینې بندیانو له آزادولو څخه ډډه وکړه. تر دې وروسته فلسطین په یو شمیر نړیوالو سازمانونو کې د غړیتوب عریضه ورکړه او له دې سره د سولې د بهیر پر وړاندي خنډونه لا پسې ډیر شول.

پر دې سربیره د فلسطین خپلواکمني ادارې دا گواښ هم وکړ چې د خپلو سیمو مسئولیت به ملگرو ملتونو ته وسپاري چې له دې سره به اسرائیلو په دغه سیمې کې د پولیسو او نور دولتي پروسونل ځای پر ځای کولو ته اړ شي.

فلسطین وایي که اسرائیل د هغوی بندیان آزاد کړي او د کورنو د جوړولو لړۍ ودروي نو کیدای شي چې دوی له خپلې پریکړې راوگړځي خو اسرائیل دغه غوښتنې د منلو وړ نه بولي.