حسني مبارک د عمري بند په سزا محکوم شو
۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبهپر دې سربیره محکمې د حسني مبارک د واکمنې پر مهال د کورنیو چارو وزیر حبیب العادل ته هم په دغه تور د عمري بند سزا اورلې ده او دواړو کسانو ته د دعوې د دایرولو حق ورکړل شوی دئ. خو د محکمې قاضي احمد رفعت وويل چې پر حسني مبارک او د هغه پر دوو زامنو علا او جمال باندې د اختلاس تورونه نه دي ثابت شوي.
۸۴ کلن حسني مبارک چې د محکمې دننه د اوسپنې په یوه پنجره کې په بستر کې پروت وو د خپل ځان په اړه د پریکړې تر اوریدو وروسته کوم غبرگون و نه ښود. خو د محکمې په داخل کې د دغه پریکړې تر اورلو وروسته گډوډي رامنځ ته شوه او یو شمیر خلکو پر دې سزا ناخوښي څرگنده کړه د هغوی په آند باید مبارک ته د مرگ سزا اورل شوی وای.
د محکمې د ودانۍ د باندې د هغو کسانو خپلوان چې په ۲۰۱۱م کال کې په مصر کې د احتجاجونو په دوران کې وژل شوي ول د دې پریکړې پر اوریدو خوښي څرگنده کړه او یو ډیر شمیر لاریون کوونکو د خوښې له لاسه خپلې اوښکې تویولې.
سوها سعید چې د تیر کال په لاریونونو کې ئې خپل خاوند د لاسه ورکړی دئ د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې هغه «خوشحاله ده، ډیره خوشحاله.»
د مصر د دولتي تلویزون د وینا له مخې د محکمې د ودانۍ د باندې د حسني مبارک د پلویانو او پولیسو تر منځ هم آخ وډب رامنځ ته شوی دئ. د لاریون کوونکو په وژنو کې د لاس لرلو په تور شپږو پخواني امنیتي چارواکو د محکمې له خوا برأیت تر لاسه کړ.
حسني مبارک د دریو لسیزو څخه زیاته موده پر مصر باندې واکمني کړي ده. دا لومړی وار دئ چې کوم عرب مشر دې د عادې محکمې له خوا محاکمه شي. له بل پلوه دا پریکړه په یوه داسې وخت کې هم اعلانیږي چې دوه اونۍ وروسته په مصر کې د ولسمشرې د ټاکنو دویم پړاو تر سره کیږي.
د محکمې د حکم د صادرولو تر مخه حسني مبارک د یوې څرخي الوتکې پواسطه له پوځي روغتون څخه راوړل شو.
د مصر د دولتي تلویزون په وینا د مصر لوی څارنوال امر کړی دئ چې حسني مبارک باید له روغتون څخه زندان ته انتقال شي تر څو خپل د بند عمر هلته تیر کړي. خو په دې اړه لا نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د پولیسو د اکاډمې تر څنگ چیرې چې لس میاشتې د حسني مبارک محاکمې دوام وکړ د پولیسو او مظاهر کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي. حنیفي السعید چې د تیر کال په لاریونونو کې ئې خپل ۲۷ کلن زوی وژل شوی دئ وایي:
« زه د مبارک له پاره د مرگ د سزا پرته بله سزا نه غواړم. بل هیڅ شی موږه خاموشه کولای نه شي او دا انقلاب به یو ځل بیا پیل شي.»
د حسني مبارک پر ضد محاکمه يوه زښته لويه او پراخه پروسه وه. د دغي لس مياشتنۍ محاکمې په ترڅ کي د دې پوښتني له پاره د ځواب موندلو هڅه وشوه چي د مصر د تېر کال په انقلاب کي د شاوخوا ۹۰۰ وژل شوو انسانانو د وژنو پړه د چا پر غاړه ده.
حسني مبارک د ۲۰۱۱م کال د اګست په درېمه نېټه د خپلې محاکمې د پېل په ورځ لا د خپل مدافع وکیل په واسطه وويل چي دغه تورونه د نوموړي سره هيڅ تړاو نه لري. د هغه راهيسي مبارک د ناروغانو پر بستر محاکمې ته حاضریږي. د نوموړي ډاکټران وايي چي صحي وضعه ئې ښه نه ده.
د جون د میاشتې پر ۱۶ او ۱۷ نیټه به د احمد شفیق او د اخوان المسلمین د گوند نوماند محمد مرسي تر منځ د ولسمشرې د ټاکنو دویم پړاو تر سره شي. احمد شفیق د حسني مبارک د رژیم پر وخت وروستی صدراعظم وو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش