1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حجاب: د اسد رژیم راپرځیدو ته نزدې شوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15plU

د سوریې پخواني صدراعظم ریاض حجاب، ویلي دي چې د سوریې دولت د راپرځیدو په حال کې دئ او رژیم د ټول هیواد د دریمې برخې څخه هم په لږه برخه کنترول لري. هغه دغه خبرې تیره ورځ د اردن په پلازمینه عمان کې یوې مطبوعاتي غونډې ته کړي دي.

دغه پخوانی صدراعظم تیره اونۍ له یاغیانو سره یو ځای شوی وو. د بشارالاسد د رژیم څخه هغه تر ټولو جگپوړی چاوراکی شمیرل کیږي چې یاغیانو ته ورواوښت. د امریکا متحده ایالاتو پر دغه پخواني صدراعظم لگول شوي بندیزونه لیرې کړي دي او د سوریې له نورو جگپوړو چارواکو څخه ئې غوښتي دي چې د اسد له رژیم څخه ځانونه جلا کړي.