حبيبې سرابي ته د اسيا مهمه جايزه ورکړه سوه
۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبهد فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د «رامون مگه سيسي» جایزو بنست د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سږ کال یې د جایزې په گټونکو کې درې تنه او دوه سازمانونه شامل دي. د دغې جایزې په گټونکو کې یو تن فلیپینی ډاکتر، په اندونیزیا کې د اداري فساد پر ضد یو خپلواک کمیسیون او په نیپال کې د مدني ټولنې یو سازمان هم شامل دي.
د فلیپین د «رامون مگه سيسي» جایزه د دغه هیواد مشهور ولسمشر پسې نومول شوې ده چې چې په ۱۹۵۷ کال کې د یوې الوتکې د رالویدو له کبله ومړ. دغه جایزه هغو سازمانونو او شخصيتونو ته ورکول کیږي چې په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو له پاره هلي ځلي کوي.
د دغې جایزې په گټونکو کې د افغانستان د بامیان ولایت والي میرمن حبیبه سرابي هم شامله ده. ۵۷ کلني سرابي ته دغه جايزه د ښه دولتدارۍ او يوې فعاله سيمه ييزي ادارې د رامنځ ته کولو له کبله ورکړل شوې ده. پر دې سربیره په ټولنه کې د ښځو او نجونو د زده کړو له حق څخه د دفاع کولو له کبله هم د مېرمن سرابي ستاینه شوې ده.
د «رامون مگه سيسي» د جایزو بنسټ ویلي دي چې مېرمن سرابي په ډیرو سختو شرایطو کې دې ته زمینه برابره کړې ده چې په ولایت کې يې زده کوونکي نجوني ډيري شي. بنسټ زیاته کړې ده: «که څه هم په افغانستان کې ډیر شمیر ښځې په لویو دولتي پوستونو کې کار نه کوي، بیا هم د هغې جرئت او اراده د ستاینې وړ ده.»
د سرابي تر څنگ د میانمار يوې مېرمني سینگ روا سهپای، هم د «رامون مگه سيسي» سږنۍ جایزه ترلاسه کړې ده. دغې مېرمني د میانمار په قومي شخړو کې له بې ځایه شویو کسانو سره د مرستو په خاطر دغه جایزه گټلې ده. د «رامون مگه سيسي» دریم گټونکی ۷۶ کلن ایرنیستو دومنگو دی چې په فلیپین کې یې د دې له پاره ډیري هڅې کړې دي چې بې وزله کسان روِغتیایي مرستو ته لاسرسی پیدا کړي.
پر دغو درو کسانو سربیره د نیپال «شکتي سموها» سازمان هم دغه جایزه گټلې ده. دغه سازمان د انساني قاچاق د قربانیانو له خوا جوړه شوی دی چې اوس د دغه جنایت له نورو قربانیانو سره مرستې کوي. د «رامون مگه سيسي» جایزې بل گټونکی سازمان په اندونیزیا کې د «اداري فساد د له منځه وړلو کمېسیون» دی چې د چارواکو په خبره یې د فساد پر ضد یو بریالی کمپاین پيل کړی دی.