1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي شل، د اروپا د پورونو د بحران پر ضد د اقداماتو غوښتنه کړې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14jDu

د« جي شل» يا پرمختللو او د پرمختیا په درشل کي هیوادونو له اروپايي هیوادونو څخه د پورونو د بحران پر ضد د لا پراخو ګامونو د پورته کولو ږغ کړی دئ. د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزیر تیموتي ګایتنر په واشنګټن کي وویل چي اروپا باید په دې موخه د خپلو امکاناتو څخه لا ښه استعفاده وکړي. د امریکا په پلازمېنه کي د یکشنبې په ورځ د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق د نوي کال دغه غونډه پاې ته ورسیده. په غونډه کي د المان د مالیې وزیر وولفګنګ شویبله د جي شل پر هیوادونو ږغ وکړ چي د پورونو او مالي بازارونو د سمون په برخه کي خپلي کړي ژمني پوره کړي. نوموړي وزیر د نړيوال وجهي صندوق د رول ستاینه هم وکړه.