1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۷ روسیې ته د نویو بندیزونو ګواښ وکړ

۱۳۹۵ خرداد ۷, جمعه

د کریمیا نیمه ټاپو د الحاق له کبله له تیرو دوو کلونو راهیسې روسیه د جي۷، له کړۍ څخه وتلې ده. روسیه د جي۷ په سږنۍ غونډه کې هم حاضره نه وه خو بیا هم دغه هیواد د غونډې د خبرو اترو مهمه موضوع وه.

https://p.dw.com/p/1Iv5H
Japan G7 Gipfel Tusk Merkel
انځور: Reuters/C. Kaster

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو چې د جي۷ په نامه هم یادیږي په گډه نهایي اعلامیه کې راغلي دي: «د اړتیا په صورت کې موږ چمتو یو چې بندیزونو له پاره گام واخلو، څو د روسیې لگښتونه نور هم لوړ شي.»

په دغه نهایي اعلامیه کې راغلي دي چې پر روسیې باندې به نور بندیزونه ولگول شي، که چیرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکیچ په حلولو کې ونډه وا نه اخلي. بیانیه وړاندې کاږي کله چې لومړی په اوکراین کې د مېنسک تړون نافذ شي، نو بیا کیدای شي چې بندیزونه بیرته لیرې کړل شي.

اروپایي اتحادیې او امریکا متحدو ایالاتو د روسیې ـ اوکراین د کړکیچ په ترڅ کې د مسکو د حکومت پر ضد ځیني بندیزونه لگولي دي. دغه بندیزونه د روسیې له لوري د کریمیا د نیمه ټاپو د الحاق کیدو او د دې تورونو وروسته ولگیدل چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکي په پاڅون کې پوځي ونډه لري. د جون میاشتې په وروستیو کې اروپایي اتحادیه باید د روسیې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د مودې د غځولو په هکله پریکړه وکړي.

عراق کې د ترهگرۍ ضد مبارزې له پاره مرسته

پر دې سربیره جي۷، د تروریزم ضد مبارزه کې د عراق د ملاتړ پریکړه وکړه. د نړۍ اووه پرمخ تللي صنعتي هیوادونه غواړي چې د دې له پاره ۳،۲ میلیارده یورو چمتو کړي. دغه څه باید نړیوال وجهي صندوق د یوه پروگرام په ترڅ کې ممکن کړي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل وویل چې په دې سره جي۷ غواړي چې د مهاجرت له علت سره په جگړه کې ښکیل هیواد کې مبارزه وکړي. عراق د هغو مهمو هیوادونو په ډله کې دی چې ډیری مهاجر یې اروپا ته راځي. تندلارې ډلې «اسلامي دولت» د دغه هیواد یوه زیاته برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

په سوله ییزه توگه د ټاپو گانو شخړې ته د پای ټکی کښیودل

د جي۷، په نهایي اعلامیه کې ډیر شمیر تفاهیم لیکونو او گډو دریځونو څخه یادونه شوې ده. په دې ډول د دولتونو او حکومتونو مشرانو د مهاجرو کړکیچ د یوه «نړیوال چلینج» په توگه پیژندلی دی، له اروپایي اتحادیې څخه یې د بریتانیې د احتمالي وتلو په پایه کې د اقتصادي عواقبو په هکله خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې ده چې د چین سمندرگي په سویل او ختیځ کې د ټاپو گانو شخړه د نړیوالو قوانینو له مخې واضحه کړی شي.

د آلمان، امریکا متحدو ایالاتو، کاناډا، جاپان، بریتانیې، فرانسې او ایټالیې د دولتونو او حکومتونو مشران د جاپان په ایسه شیما سیمه کې د جي – ۷، د دوه ورځنۍ سرمشریزه له پاره راټول شوي دي. په دغه غونډه کې د نړۍ پر بیلابیلو کړکیچونو او موضوعاتو باندې سلا مشوري کیږي. د جي- ۷، تر غونډې وروسته د دولتونو او حکومتونو مشران د آسیاسي او افریقایي هیوادونو له استازو سره هم ملاقاتونه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب