1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوزجان: د محبس په ښورښ کي ۴ تنه وژل سوي دي

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

افغان چارواکو خبر ورکړی دی چي د یکشنبه په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د مارچ اتمه) د هیواد د شمال په یوه محبس کي لږ تر لږه ۴ تنه وژل سوي او ۱۰ تنه نورټپيان سوي دي. په دغه پيښه کي بندیانو د محبس پر ساتونکو باندي حمله کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EnKf
انځور: dapd

د افغان چارواکو په خبره د جوزجان د ولایت په محبس کي ښورښ هغه وخت رامنځته سو، چي د محبس ساتونکي د چړو، موبایل تلیفونو او یا نورو ممنوعه وسایلو په لټه کي وه.

د جوزجان د امنیې قومندان فقیرمحمد جوزجاني الماني خبري آژانس dpa ته ویلي دي، چي بندیانو د محبس پر درو پولیس افسرانو باندي حمله وکړه «هغوی درې افسره په خپلو چړو او یا د افسرانو په وسلو باندي وژلي دي.»

جوزجاني زياته کړې ده، چی تر دې حملې وروسته نورو بندیانو هم په بغاوت باندي لاس پوري کړ، چي د فیرونو په تبادله کي یو بندي وژل سوی او لس تنه نور ټپیان سوي دي.

جوزجاني وویل، چي څلور پولیس او یو څارنوال د بندیانو لخوا یرغمل نیول سوي وه، او د محلي ادارې غړو کوښښ وکړ، چي د دغو کسانو د خلاصولو په خاطر خبري وکړي.

د امنیې د قومندان په خبره «ښورښي بندیان طالب جنگیالي وه. زه گمان کوم، چي دا د محبس څخه د تښتیدلو یوه دسیسه وه.»طالبانو تر اوسه پوری په دې هکله څه نه دي ویلي.

دغه محبس چي د جوزجان په مرکز شبرغان کي موقعیت لري، په دوو جلا برخو کي ۸۰۰ نارینه او ښځینه بندیان لري. ټوله بندیان د دوو ولایتونو جوزجان او سرپل څخه دي.