1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جورج بوش: د امریکا پخوانی ولسمشر د بدلون په دور کې

۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جورج ایچ. ډبلیو بوش د ۹۴ کلنۍ په عمر کې ومړ. د بوش په وخت کې سړه جګړه پای ته ورسیدله او ختیځ او لویدیځ آلمان بیرته سره یو شول. هغه د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۳کلونو ترمنځ د امریکا ولسمشر وو.

https://p.dw.com/p/39GBD
Ex-US-Präsdient George H.W. Bush gestorben
انځور: picture alliance/Mark Reinstein/MediaPunch

جورج ډبلیو بوش، د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه) په تویتر کې د خپل پلار چې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر وو د مړينې خبر ورکړ. د جورج ډبلیو بوش پلار چې د امریکا متحده ایالاتو ۴۱ ولسمشر وو، په ښې حکومتوالۍ  او د بهرني سیاست په برخه کې د یوه بریالي انسان په توګه یې شهرت درلود. خو په داخلي سیاست کې کمزورې وو.

جورج هربرت واکر بوش په ۱۹۲۴ م کال کې د امریکا په ماساچوست ایالت کې زیږیدلی وو. هغه د پرسکات بوش مشر زوی وو چې وروسته بیا د کنتیکت ایالت سناتور شو. نوموړي د ۱۸ کلنۍ په عمر کې ځان د امریکا متحده ایالاتو په سمندري ځواکونو کې شامل کړ.

بوش په ۱۹۴۵ کال کې له باربارا پیرس، سره واده وکړ او د همدې کال په پای کې یې د ييل په پوهنتون کې لوړې زده کړې پیل کړې. بوش د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته له خپلې کورنۍ سره د ټګزاس ایالت ته کډه شو. نوموړی د هغه وخت د ولسمشر ریچرډ نیکسون په ملاتړ د استازو مجلس ته انتخاب شو. په ۱۹۷۱ کال نیکسون هغه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه وټاکه.

په ولسمشر په توګه ټاکل کیدل

بوش په ۱۹۷۰ لسیزه کې په چين کې د خپل هیواد د لومړي دیپلوماتیک استازې په توګه پر دندې وګمارل شو. هغه مخکې تر دې چې د لومړي ځل له پاره د جمهوري غوښتونکو له خوا په ولسمشریزو سیالیو کې برخه واخلي، په ۱۹۷۶م کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای) مشري په غاړه واخیسته.

بوش د رونالډ ریګن په مقابل کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ناکامه شو، خو سره له دې هم ریګن هغه خپل مرستیال وټاکه. ریګن تر ټولو دمخه د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا د موقف د پیاوړتیا له پاره د بوش تجربو ته اړتیا درلوده.

بوش په ۱۹۸۸ م کال یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکو له خوا د دیموکراتانو د نوماند مایکل دوکاکیس پر وړندې په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړ او بریالی شو. هغه د ۱۹۸۹م  کال په جنورۍ میاشت کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د آلمان ښکاره ملاتړ

Sowjetunion START Vertrag 1991
بوش او ګورباچف (۱۹۹۱م) کالانځور: Getty Images/AFP/M. Fisher

بوش د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کیدو پر مهال تاریخي شهرت ته ورسید. هغه د آلمان پر دوباره یووالي ټینګار کاوه او په ۱۹۹۰ کال کې یې له یوه واحد حکومت څخه ملاتړ وکړ. په آلمان کې د هغه د همدغو کوښښونو له امله ستاینه کیږي.

بوش له خپلې ځیرکۍ سره وتوانید د ګورباچوف باور او اعتماد ترلاسه کړي چې د آلمان د دوباره یوځای کیدو په اړه د «دوه جمع څلور» په مذاکراتو کې بریالیتوب ته ورسید. په هغو خبرو اترو کې د امریکا ولسمشر له هم هغه پیل راهیسې د آلمانانو د ارادې پر حق ټینګار درلود.

بوش په ۱۹۹۰ م کال کې د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یوځای کیدو وروسته په دې اړه وویل: «زه لومړي وزیر کوهل او همدارنګه ټولو آلمانانو ته په ختیځ او لویدیځ کې مبارکي وایم، او هغو کسانو ته چې په برلين کې پر دوو برخو ویشل شوي او دا دوه پارچه کیدل یې ډیر وخت ونیوه، بریالي شول چې د خپلې ملي ارادې حق خوب د تل له پاره ژوندې وساتي ». سربیره پر دې بوش هڅه وکړه چې متحد شوی آلمان د ناتو په نظامي تړون کې وساتي.

د عراق جګړه ۱۹۹۱

جورج هربرت واکر بوش پر پوځي ځواک هم تکیه کوله. هغه د پاناما پر وړاندې د جګړې امر هم وکړ او په ۱۹۹۰ م کال کې یې د دې هیواد ولسمشر مانوئل نوریګا بندي کړ. همدرانګه وروسته تر دې چې عراقي دیکتاتور صدام حسین پر خپل ګاونډي هیواد کویت یرغل وکړ، هغه د عراق په لومړۍ جګړه کې د ملګرو ملتونو د ائتلاف مشري وکړه. په دې ائتلاف کې ډير شمیر عربي هیوادونه هم ورګډ شول.

په عراق کې تر مداخلې وروسته بوش د ۱۹۹۰ م کال په فبرورۍ کې تصميم ونیوه چې د ملګرو ملتونو د ۶۷۸ پریکړه لیک څخه دباندې عمل ونه کړي او د بغداد په مسیر کې یې د سرتیرو حرکت ودراوه. بوش په هغه وخت کې په دې اړه وویل: «دا یوازې د کویت له پاره بریا نه ده، بلکې د ائتلاف د ټولو ګډون کونکو بریا ده. دا د ملګرو ملتونو سازمان، د ټول بشریت او حقوق بین الدول بریالیتوب دی».

دا نظامي بریا نه یوازې د دیکتاتور صدام حسين پر وړاندې بریا وه، بلکې د نړیوال پولیس په توګه د امریکا متحده ایالاتو نقش یې هم پياوړی کړ. د بهرني سیاست برعکس بوش د داخلي سیاست په برخه کې دومره بریالی نه وو. هغه په ۱۹۹۲ م کال کې د بیل کلینټون په مقابل کې په ولسمشریزو ټاکنو کې ناکامه شو.