1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جنگ د سيمي له استخباراتو سره دئ»

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یوه قوماندان ویلي دي، چي سرتیري ئې له طالبانو سره نه، بلکي د سیمي له استخباراتي سازمانونو او د هغوی له ورانکارو شبکو سره په جګړه کي ښکېل دي.

https://p.dw.com/p/15x6U

د کورنیو چارو وزارت د خاصو ځواکونو رئیس ارکان جنرال قدوس امید د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۲۶) په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي په ډيرو پېښو کي له داسي افغان طالبانو سره مخامخ شوي يو چې بهرني استخباراتي مامورینو ئې ملاتړ کاوه.

هغه وايي د دغو شبکو له مالي او تسلیحاتي ملاتړ پرته طالبان د جګړې وړتیا نه لري:

«زموږ جګړه له افغان طالبانو سره نه ده، تاسو باور وکړئ چي د افغان په وژنه خواشیني کیږو، زموږ جګړه له پردیو استخباراتي ادارو سره ده، زموږ جګړه له پاکستاني استخباراتو سره ده.»

د افغان ځانګړو ځواکونو د دغه مشر د وینا  له مخي دوی په تیرو څو اونیو کي ګڼ شمېر ياغيان چي د طالبانو د منځنۍ کچي قوماندانان هم پکښې شامل دي د هيواد په یو شمیر سیمو کي نیولي دي.

جنرال امید د بېلګې په توګه د کابل – کندهار پر لویه لار، د یوې داسي ډلي د تارو مار کولو خبر ورکړ، چي وايي پر دغه لاره تلونکي حکومتي مامورین به ئې څارل او تر پیژندګلوۍ وروسته به ئې په ډیري بې رحمۍ سره شکنجه کول.

هغه د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ له پاره د طالبانو له لوري د ټاکل شوي ولسوال معلم اینځر او اتو تنو ملګرو د نیولو خبر ورکړ.

نوموړي وویل چې دغه قوماندان به حکومتي مامورین او د بهرنیو موسسو افغان کارګر وژل:

«دغي ډلي به هغه افغان مامورین چي له کابل څخه به د کندهار او یا برعکس پر لویه لاره تګ را تګ کاوه څارل، وروسته به ئې د سید آباد ولسوالۍ په سيمه کي له موټر څخه کښته کول او بیا به ئې په موټرو پسي تړل او وژل به ئې. په دې ورستیو کې ئې یو افغان ژباړن هم وژلی وو، دوی باید اعدام شي تر څو بیا څوک په دغسي اعمالولاس پوري نه کړي.»

د ځانگړو افغان ځواکونو قوماندان پر داسي مهال د یوې ډلي د نیولو خبره کوي چي لا هم د د دغه هيواد په ډیرو سیمو يو شمېر وسله والي ډلي فعاليت کوي.

اوس مهال د کابل څخه د پکتیا پر لار او دغه راز د کندهار پر لویه لاره تگ راتگ له ستونزو او خطرونو سره مخامخ دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل