1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال حميد گل: امريکا پاکستان نه سي په نښه کولای

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د پاکستان د استخباراتي شبکې پخوانی مشر جنرال حميد گل د دويچه ويله له پښتو ويب پاڼي سره په مرکه کي د پاکستان او امريکا د ورستيو ترينگلو اړيکو په اړه ږغېدلی او وايي، چي د طالبانو سره اړيکي ساتل اړين دي.

https://p.dw.com/p/12lZF
د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال حميد گل
د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال حميد گلانځور: AP

دویچه ویله: جنرال صاحب آی ایس آی او امریکا د ډير وخت راهیسې ښيې اړيکي لرلې، اوس څه وسول، چي امريکا نیغ په نیغه دغه استخباراتي شبکه د حقاني شبکې سره په اړیکو لرلو او مرسته کولو تورنوي؟

حمیدګل: زه تاسو ته باید ووایم، تر کومه ځایه چي د اړیکو د ساتلو مسله ده، نو هرې استخباراتي شبکې اړیکي ساتلي دي. دې ته « لنګجیز» وایې کیدای شې د حقاني شبکې سره یې اړیکي ساتلي وي، خو دا هیڅکله په دې معنی نه ده، چي آی ایس آی دي د هغوی سره کومه مرسته کړې وي. د ریمنډ ډیوس د قضیه څخه په ثبوت ورسیده چي امریکایانو څنګه دلته خپل استخباراتي جال خور کړی، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د همدغه استخباراتو پر مټ کیږي. که آی ایس آی د هغوی سره مرسته کولای نو دوی باید دمخه ږغ راپورته کړی وای، اوس څنګه دوی ته ناڅاپه ور په یاد شو چي، آی ایس آی د هغوی سره اړیکي لري.

دوهمه خبره دا ده که فرض کړو د طالبانو سره اړیکي شته نو د دې اړیکو ساتل اړین دي، امریکا اوس خپله غواړي چې د طالبانو سره اړیکي ونیسي که چیري دا اړیکي نه وي نو د هغوی سره به خبري څنګه کیږي، باالاخره سوله او امنیت به څنګه تآمنیږي او امریکایانو چې دا اعلان کړی، چي دوي به د افغانستان څخه وزي نو دوی به څنګه وزي؟

دا اړیکو خبره کومه ستونزه نه ده دا په لویه کچه د کیمیاوي وسلو په شان یوه بهانه ده، چي په دغه توګه دوی د پاکستان په نښه کولو کوښښ کوي، خو په فزیکې توګه هغوي پاکستان نه شي په نښه کولای، نو په دې توګه هغوی کوښښ کوي، چي پاکستان تر فشار لاندي راولي تر څو خپل پوځونه د ختځي پولي څخه لویدیځي پولي ته انتقال کړي.

دویچه ویله: امریکا ولي د حقاني شبکې نوم یادوي او د پاکستان څخه غواړي چې د دغه شبکې پر ضد ګام پورته کړي.

حمیدګل: دې ته د حقانې شبکه ځکه وایي، چي دا د طالبانو یوه برخه ده دا یوازي د طالبانو تحریک نه دی، بلکي په دې کي ګلبدین حکمتیار او داسي نور هم شامل دي. او دغه ته په سیمه کي هم د خلکو ملاتړ حاصل دی.

دویچه ویله: امریکایان وايي، چي په کابل کې د امریکا پر سفارت سوی برید د ممبی بریدونو ته ورته والی لري دا خبره څه معنې لري؟

حمیدګل: تر کومه ځایه چې د دغه بریدونو د ورته والي خبره ده دا یو میتود دی، چي خلک یې یو له بل څخه کاپي کوي، لکه څنګه چي په پوځ کې موږ د برتانيې، امریکا او یا کوم بل هیواد څخه زده کړي کوو. نو دا خو د دې په معني نه ده چي دغه بریدونه دي آی ایس آی تر سره کړي وي. هیڅ کوم داسې ثبوت نه شته، چي په دغه بریدونو کي آی ایس آی لرلې وي. نو د امریکا په خبره څنګه باور وشي، ځکه چي امریکا خپله وایي، چي افغان استخباراتي شبکې موږ ته ویلي.

وګوری همدا نن د امریکا د سنا یو استازي ویلي دي، چي افغانستان دي هندوستان ته وسپارل سي. زما په نظر دا به د پاکستان لپاره د خوشحالۍ ځای وي، که چېري هندوستان په افغانستان کي د امریکا ځای ونیسي. نو تاسو ووايي هندوستان خو په دې ونه توانید چي سری لنکا وساتي او د هغوی پوځ د تامل پړانگانو سره وجنګیږي، نو هغوی به افغان ملت څنګه وساتي.

دویچه ویله: ډيری څیړونکي په دې آند دي، چي پاکستان ځکه د حقاني شبکې سره اړیکي ساتي تر څو هغوی په افغانستان کي د خپلو اهدافو لپاره استعمال کړي؟

حمیدګل: موږ په افغانستان کي د سولي طرفدار يو. سوله زموږ په ګټه ده. په افغانستان کي چي امنیت وي، یو والې وي دا د پاکستان په ګټه دې. که هلته تجارت، تعلیم وده وکړي، دا د پاکستان په ګټه ده، هرهغه څه چي د افغانستان په ګټه وي د پاکستان هم په ګټه دي.

زما د معلوماتو له مخي د حقاني د شبکې ځیني برخې په وزیرستان کې موجودې وې.

خبره دا ده چي هندوستان په سیمه کي غواړي خپل اوچت والي وښيي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کي ویلي ول چې تاسو (هندوستان) دې د سیمي مشري په غاړه واخلي. امریکا غواړي چې هندوستان د چین سره په سیالې کي ودروي.

دویچه ویله: کیدای شي چین د امریکا ځای ناستی شي؟

حمیدګل: چینایانو خو د اقتصادي لحاظه په نړیوالو مارکیټونو کې قبضه کړې، او د اقتصادي لحاظه د دوي ځای نیسي او که دوې ( امریکایانو) همداسې غلطۍ کولې نو ددې امکان شته چې د دوی ځای ناستی شي.

دویچه ویله: امریکا وایې که پاکستان چیرې د حقانې شبکې پر ضد عملیات ونه کړي نو یو اړخیزعمل به وکړي. ستاسو په نظر دا به پر پاکستان او افغانستان څه اغیزې ولري؟

حمیدګل: وګوري جګړه به نوره هم وغځیږي، دوی دمخه هم له دغه جګړې سره لاس او ګریوان دي، که دوی د پاکستان پر لور راځي نو دوی به د جګړې یو بل ډګر پرانیزي، نو دوی چې د پاکستان سره کوم تړونونه لاسلیک کړي هغه ټول به له منځه ولاړ شي او پاکستان به دوی ته ووایي، چې د ترهګرې پر ضد جګړه کې نور موږ ستاسو ملګري نه یو.

دویچه ویله: که چیرې د پاکستان او امریکا اړیکي وشلیږي، دا به پر پاکستان اقتصادي اغیزې ونه لري؟

حمیدګل: اقتصادې اغیزې خو به ولري، خو دا کتل په کار دي چي دا به څه قسم اغیزي وي. په دې خبره کي شک نه شته کوم پورونه چې موږ اخیستي هغه به موږ ادا نه کړای شو. که موږ پیسې ورکولای نه شوه نو دا هم د لویدیځ تاوان دی. موږ اوس شاوخوا د نړیوال وجهي صندوق څخه ۵۲ ملیارده ډالر پوره وړې یو.

پاتې شوه د پوځې لحاظه د مرستو خبره نو موږ خو اوس هسې هم د چین سره ډیرې همکارې لرو. او پر دې سربیره نور اسلامي هیوادونه لکه سعودي عربستان او داسې نور به هم زموږ سره مرسته وکړي، او که چیرې مرسته هم ونه کړي نو موږ ځان ساتلای شو.

مرکه کونکی: سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل