1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوررييس موای کيباکي د افريقا داتحاد په سرمشريزه غونډه کي برخه اخلي

۱۳۸۶ بهمن ۱۱, پنجشنبه

په کينيا کي يو وار بيا د مخالف ګوند ODM يو سياست مدار وژل سوی دی ...

https://p.dw.com/p/DKBi
د کينيا جمهوررييس موای کيباکي
د کينيا جمهوررييس موای کيباکيانځور: AP Photo
پوليسو خبر ورکړی دی چي د پارلمان دغه وکيل ډېويد کيموټا د الدوريت په ښار کي ويشتل سوی دی . د شکمن په حيث ، پوليسو يو ترافيک نيولی دی . همدا تيره سه شنبه په نايروبي کي ددغه ګوند يو وکيل ويشتل سوی ؤ. د ODM د ګوند مشر راييلا اوډينګا د يوې دسيسې څخه خبري کوي چي پدې وسيله کوښښ کيږي په پارلمان کي ددوی د وکيلانو تعداد کم کي . د کينيا بحران ، د افريقا د اتحاد سرمشريزه غونډه چي په اديسه بابا کي دايريږي ، ترسيوري لاندي نيولې ده . ددغي درې ورځنۍ غونډه په سر کي چي په هغه کي جمهوررييس موای کيباکي هم شرکت کوي ، د افريقا د اتحاد د کميسون مشر الپا عمر کونورې د ګډونکونکو دولتي مشرانو څخه وغوښتل چي د کينيا پر بحران باندي خپله اغيزه وکي .