1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني پوځ ته د څرخي الوتکو ورکول وځنډېدل

۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

ښايي د آلمان دپوځ دپاره د پړانګ ياTiger ډولو څرخي الوتکو دلېږلوپلان نور هم وځنډیږي...

https://p.dw.com/p/NXBe
د Tiger يا پړانگ ډوله څرخي الوتکه
د Tiger يا پړانگ ډوله څرخي الوتکهانځور: AP

د جرمني ددفاع وزارت په یو خبر کي ويل سوي،چي د پوځ دپاره ددغه ډول څرخي الوتکو د لېږلو په پلان کي خنډونه رامنځ ته سوي دي.

دمخه داسي پلان سوي ول،چي دغه څرخي الوتکي به تر 2009 ميلادي کاله پوري د آلمان پوځ ته لېږل کیږي،او دوئ په افغانستان کي کار ځني اخلي.

خو اوس داسي ويل کیږي، چي ښايي دغه الوتکي به تر 2012 ميلادي کال دمخه د آلمان د پوځ په اختیار کي نه وي.

دTiger ډوله څرخي الوتکي د المان او فرانسې يوه ګډه توليدي پروژه بلل کیږي.

ددې ډول الوتکو څخه تر اوسه يوازي فرانسويان په افغانستان کي کار اخلي.

وروسته له هغه چي د افغانستان په شمال کي پر افغان او بهرنيو ځواکونو وسلوال بريدونه ډير سول، جرمني هيواد و پتېيله چي په هغه هيواد کي خپل ځواکونه نور هم په جنگي وسايلو سمبال کړي.

جرمني په روان وخت کي په افغانستان کي شاوخوا 4500 عسکر لري او غواړي چي دغه شمېر نوره هم لوړه کړي.

د يو بل خبر د مخه پرون د افغانستان په شمال کي څو ساعته د آلماني عسکرو او نامالومو وسلوالو تر منځ نښتي رواني وې.

په افغانستان کي د آلماني عسکرو قوماندانۍ،چي مرکز يې د جرمني د پوتسدم په ښارکي دئ ويلي دي، چي پرون سهار دکندوز د ښار په لويديځ څنډه کي پر آلماني عسکرو باندي ډزي سوي دي.

په خبر کي ويل سوي، چي د نښتو په ترڅ کي آلماني عسکرو ته ځاني او مالي تاوان نه دی ور اوښتئ.

دعملیاتو پر وخت څو واري د هوائي ځواکونو څخه هم مرسته غوښتل سوې ده.

ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل