1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : نوی حکومت د جوړيدوپه حال کښي دی

۱۳۸۸ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د جرمني تر پارلماني انتخاباتو 8 ورځي وروسته پرون په برلين کښي د ددواړو محافظه کاره گوندو (CDU/CSU) او ليبرال دموکراټ ګوند (FDP) تر منځ د اييتلاف پر سر خبري شروع سولې

https://p.dw.com/p/K02i
تر انتخاباتو وروسته د (FDP)مشر ويستر ويله او اوسنۍ صدراعظمه انګيلا ميرکل
تر انتخاباتو وروسته د (FDP)مشر ويستر ويله او اوسنۍ صدراعظمه انګيلا ميرکلانځور: AP

د اييتلاف پر سر د خبرو اترو په پيل کې د دواړو گوندونو مشرانو سره وکتل . خو په حقيقت کې درې گوندونه حاضر وه، ځکه چې محافظه کار گوند په پارلمان کې د دوو فراکسيونونو يو اتحاد تشکيلوي چې مسيحي دموکراتان يعني سي دي يو او د بايرن مسيحي سوسيال اتحاديعني سي اس يو پکښې دواړه راځي . دريم گوند ليبرال دموکراتان يعني د اف دي پي گوند دی چې د تېري اونۍ په پارلماني انتخاباتو کې يې د پخوا 9,8 فيصدو په نسبت دا ځل 14,6 فيصده رايي گټلې وې ،او په دې ترتيب په انتخاباتوکې د هغوی تر ټولو لوړي فيصدۍ ته رسېدلی ؤ . دا په داسي حال کې ده چې محافظه کار گوند 1,4 فيصده د لاسه ورکړي دي ،او د 33,8 فيصدو په تر لاسه کولو سره يې په تيرو شپېتو کالونو کې تر ټولو خرابه نتيجه لاسته راوړې ده .

د ارقامو له مخي ښايي چې ليبرال دموکراتان ځانونه گټونکي وبولي ،چې تر څوارلس کاله محروميت وروسته اوس بيا په حکومت کې شريک دي . خو د خبرو اترو په سر کې هيڅ کومي غاړي په علني ډول غوښتني مطرح نه کړې . لومړي توب دا و چې د خبرو يوه ښه فضا رامنځته شي . صدراعظمي انگلا مېرکل په پيل کې داسي وويل :

«موږ د خپل هېواد دپاره وده، کارځايونه او بډايتوب غواړو. موږ به د اييتلاف پر سر دغه خبري اتري په ملگرتيا او بشپړ تياو سره پرمخ بوزو . دې ته به هم پاملرنه کوو چې اختلافونه هم سته . خو اصلي پاملرنه مو دا ده چې له رايه اچونکو څخه مو يوه وظيفه اخيستې ده، او هغه دا چې د خپل هېواد دپاره بايد معقول سياست عملي کړو. ځکه نو زه دغو خبرو ته سترگي په لار يمه، او فکر کوم چې ښه پرمختگ به وکړو.»

داسي ورته څرگندوني د اف دي پي گوند مشر گيدو ويسترويله هم وکړې، چې ښايي د مېرکل په کابينه کې به د بهرنيو چارو وزير مقرر شي ،ده وويل :

«موږ غواړو راتلونکې ته ډاډمنتيا رامنځته کړو . موږ د خپل هېواد دپاره مسؤليت درک کړی دی، ځکه به د ملگرو په ډول له نياو ډکي خبري اتري وکړو. د نظرونو اختلافونه به هم وي، دا هم پکښې راځي . خو د حل لاري ورته سته . زه مطمين يم چې د ايتلاف يو ښه تړون به رامنځته کړای شو.»

د تړون د محتوا په اړه به په راتونکو اونيو کې لس کارډلي غور کوي چې ناندريز ټکي بايد هم پکښې حل او روښانه شي . يوه بېلگه يې داخلي سياست دی چې محافظه کارانو له سوسيال دموکراتانو سره د پخواني اييتلاف په ترڅ کې د وگړو حقوق محدود کړي دي ،تر څو د تروريزم پر ضد په مبارزه کې اغېزمنتيا وگټي . ليبرال دموکراتان غواړي چې ځيني مقررات بيرته واخلي .

د انتخاباتو نتايج
د انتخاباتو نتايجانځور: AP

دغه خبره خاصتاً د ټولي اروپا په کچه د مخابراتي معلوماتو ذخيره کولو او د شخصي کمپيوترونو څارني پوري صدق کوي .

که د سي دي يو او سي اس يو گوندونو په خوښه وي، نو د آلمان پوځ به په راتلونکي کې په داخل کې هم دتروريزم پر ضد په مبارزه کي ماموريتونه ولري . خودغه هيله به اف دي پي په ډېر احتمال سره ونه مني . بر عکس به محافظه کاران د روغتيا د بودجې په نامه د روغتيا پر پانگي باندي ټينگار وکړي ،چې ليبرالان يې نااغېزمن، بيوروکراټيک او د پيسو ضايع کول بولي .

داسي ښکاري چې په راتلونکو اونيو کې به په کافي ډول د خبرو او ناندريو موضوعگاني موجودي وي . خو لومړۍ ناسته ډېره آرامه او صادقانه وه . د بايرن لومړي وزير او د سي اس يو گوند مشر هورست زې هوفر همدغه هيله مطرح کړه:

«موږ به دجرمني دپاره د يو ښه حکومت بنسټ کښېږدو، تر څو يو مډرن او متحرکه آلمان جوړ کو . زه فکر کوم چې موږ به د خپلو خبرو اترو په پای کې يو ډېر ښه اييتلافي تړون رامنځته کړای شو.»

فويرستناو/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري