1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني غواړي خپلي پرمختيايي مرستي دوه چنده کي

۱۳۸۸ دی ۲۴, پنجشنبه

جرمني غواړي افغانستان ته د خپلو پرمختيايي مرستو سطح د اوسنی کلنۍ 125 مليونه ايرو څخه 250 مليونه ايرو ته لوړه کړي او د خپلو پوليسي ښوونکو شمير 200 تنو ته ورسوي

https://p.dw.com/p/LVWe
دجرمني په پارلمان کي د مسيحي دموکراټانو د فراکسيون د خارجي چارو د کميټې رييس، روپرېشت پولنز
دجرمني په پارلمان کي د مسيحي دموکراټانو د فراکسيون د خارجي چارو د کميټې رييس، روپرېشت پولنزانځور: picture-alliance/ dpa

دا خبره دجرمني په پارلمان کي د مسيحي دموکراټانو د فراکسيون د خارجي چارو د کميټې رييس، روپرېشت پولنز آلمانی ورځپاڼی اوسنابروکر ته وکړه . ده اضافه کړل چي د جرمني حکومت به خپل دغه تصميم د رواني ميلادي مياشتي په پای کي په لندن کي د افغانستان د کنفرانس په ترڅ کي اعلان کړي . خو پولنز دا روښانه نه کړه چي آيا د آلمان په پوځي ماموريت کي به هم تغير راسي اوکه څنګه.

هغه وويل چي د لندن په کنفرانس کي به د جرمني حکومت پر پنځو اساسي ټکو : امنيت، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزلو، ښه حکومتوالي، بيا رغاوني او سيمه ايزي همکاريو باندي ټيڼګار وکړي.

ده اضافه کړل ،چه د لندن په کنفرانس کښی به د افغانستان څخه د الماني پوځ د راوتلو د دقيقي نيټې د تعينولو په باب خبري ونسی ، ځکه چه هغه به طالبانو ته جرأت ورکي ، او هغه افغانانوته تاوان ورسوي ، چه زموږ سره همکاري کوي . ده ډاډ ورکی چه موږ به افغانستان يوازي پرې نږدو.

آژانسونه

کتونکی : محمد قاسم نوري