1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د مشترک پارلمان شلمه کاليزه و لمانځله

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

د برلین د دیوال د ړنګیدو پوره یو کال وروسته په د ډسمبر پر شلمه د پارلمان نوي ټاکل شوي غړي د « Reichtag » په ودانۍ کې سره راټول شول او د المان دولسمه اولسي جرګه یې تاسیس کړه.

https://p.dw.com/p/Qgqu
په ۱۹۹۰کال د جرمني پارلمان پرانیست غونډه
په ۱۹۹۰کال د جرمني پارلمان پرانیست غونډهانځور: picture alliance/dpa

د یو څو رایو د بایللو سره مسیحي ډيموکراټ او مسیحي سوسیال ګوندونو د هیلموټ کوهل په مشرۍ د ډسمپر پر دوهمه تر سره شوې ټاکنې په واضحه توګه وګټلې.

سوسیال ډیموکراټ ګوند د 35،2 فې صدو رایو په لرلو سره دویم مقام خپل کړ. ازاد ډیموکراټ ګوند 11 في صده رای تر لاسه کړې وې او داسې یې یوه ښه لاسته راوړنه درلوده.

همدا ډول د پي ډي ایس او د شنو ګوندونو هم په پارلمان کې خپل استازي درلودل.د شرقي المان د پارلمان د مخالفو ګوندونو غړي اوس د برلین په ګډ پارلمان کې ناست وه، په دوی کې یو تر ټولو نامي مارکوس میکل وو، چې د سوسیال ډیموکړاټ د ګوند کاندید وو.

ده ته د ولسي جرګې د جوړیدو په ورځ د برلین یوې کلیسا ته تلل په ځانګړي توګه په یاد پاتې دي.« ما په دې کلیسا کې په کورس کې سندرې وویلي اورګن مې وغږوو او ددې ورځې ډيرې شخصي خاطرې لرم. د المان پخوانې لومړی وزیر ویلي برانټ زما تر څنګ ناست وو.»

د انتخاباتي مبارزې غیرې معمولي موضوع د المان بیا یووالې وو. د یوه پلوه هیلموټ کوهل د دواړو الماني دولتونو یوځاې کیدل په چټکه غوښتل، نو له بله پلوه د سوسیال ډیموکراټ د ګوند اوسکر لافونټين د یوې داسې پروسې طرفدار وو چې په کرار کرار پر مخ لاړه شي.

د پخواني شرقي المان وګړو غوښتل چې د بیا یووالي پروسه په چټکې سره تر سره شي نو له همدې امله دوي د هیلموټ کول ملاتړ وکړ او ده ته یې د « یووالي د صدراعظم» نوم ورکړ.

که څه هم د پارلمان د غړیو خوشالي ډیره زیاته وه خو کوم مسوولیتونه او کارونه چې د شپيتو کلو وروسته د ازادو ټاکل شویو غړیو او پارلمان مخ کې پراته وو، د هغه څخه هم سترګې نه سوای پټيدلای.

« د شریکې اولسي جرګې تر ټولو لویه دنده د ختیځ المان د ځانګړیو ستونزو هوارول وو. یعني د« شرقي المان د ودانونې» موضوع چې ډير بحثونه هم پرې کیدل تر ټولو مهمه موضوع وه.»

خو ددې مشکل کار مخ ته د لرلو پرته هم د نوي پیل یوه فضا موجوده وه. المانانو داسې یوه لاسته راوړنه درلوده چې نړۍ یې حیرانه کړې وه. دوی په سوله ایزه توګه د یوه ډيکټاتور څخه ځان خلاص کړې وو.

دوی په خپل عقل او ټينګ عزم سره په پای کې په دې وتوانیدل چې د دویمې نړيوالې جګړې بریالي متحد ځواکونه د المان د دولتونو د یووالي په اړه قانع کړي. په اخر کې یې په داخلي سیاست کې داسې شرایط منځته راوړل چې په سوله ایزه توګه د دواړو دولتونو د یو والي لاره تعقیب شي.

ماتيياس/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل