1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : د ترهګري حملوتر خطر وروسته د امنيتي تدابيرو شديد والی

۱۳۸۹ آبان ۲۷, پنجشنبه

په جرمني کښي د ترهګريزو بريدونو د خطر په اړه د المان د کورنيو چارو وزير توماس ډيميزې هيڅکله دومره واضح نه وه ويلي . ده وويل چي د خارج څخه دا معلومات ترلاسه سوي

https://p.dw.com/p/QCJb
انځور: picture-alliance/dpa

چي د نومبر په پای کي په المان کي تروريستي بريدونه پلان شوي دي . د المان امنيتي ادارو هم د خپلو تازه معلوماتو له امله ددې پخلی کړی دی .

« د وخت او محتوی د لحاظه معلومات، چي د عمومي معلوماتو سره ورته والی ، په وضعه کښي تغير راوستی دی .»

د المان د کورنيو چارو وزير ډيميزې روښانه کړه چي دا معلومات د ثابتو او څرګندو پلټنو وروسته تر لاسه شوي دي .

« ما د همدي امله د المان پوليسو ته د تازه امنيتي وضعي سره سم په خاص ډول په هوايي ډګرو او د ريل ګاډو تمځايو کي د امنيت د ټينګولو هدايات ورکړل. او دا بايد يو څه وخت دوام وکړي »

ددي سره سره ايالتي پوليسو ته دا هدايات هم ورکړل شوي چي دوی په دې ايالتونو کي د هغو ځايونو امنيت ته ډيره پاملرنه وکړي چي لا د مخه ورباندی د ترهګريزړ بريدونو امکانات زيات وو.

« د جرمنيان به د پوليسو ځيني فعاليتونه چي دوی يي د امنيت د ټينګولو په هدف کوي، وليدلی شي. خو ددې تر څنګ داسي ډيري ګامونه به هم پورته شي چي هغه به ليدل کيږي نه .»

دوې اونۍ د مخه د المان د کورنيو چارو وزارت په يوه عمومي خبرداري کي جرمنيانو ته ددې هدايت وکړی ؤ، چي دوی بايد ويښ اوسي . که څوک کوم شک مند شی وګوري نو ژر تر ژره بايد پوليسو ته دهغه خبر ورکړي.

« په لاس راغلي معلومات څرګند او ثابت دي خو د ددې د امله مونږ بايد خپل ژوند ته تغير ورنه کړو . که مونږ داسي وکړو نو دا به د ترهګريزو بريد پرته د هغو سره مرسته وکړي چي داسي کوم مرام لري.»

ډيميزې وويل چي المان د ګاونډيو او همکارو هيوادونو سره ټينګه رابطه لري . ده زياته کړه چي د جرمني په سرحدونوکي هم د امنيت لپاره ګامونه پورته شوي دي . دا ددي نخښه کيدای شي چي ممکنه بريدګر لا اوس المان ته نه دي داخل شوي .

پيتر/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري