1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته د مهاجرو په راتگ کي کمښت راغلی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي دغه هيواد ته په اپريل مياشت کي د مهاجرو په راتگ کي د تيري مياشتي په پرتله کمښت راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/2ccVc
Deutschland Ankunft von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په برلين کي ويلي دي چي په اپريل مياشت کي دغه هيواد راغلي ۱۱۹۵۲مهاجر ثبت سوي دي. د دوی د راپور له مخي دا د مارچ مياشتي په پرتله ۳۰۰۰ لږ دي.

په ټوله ايزه توگه د روان کال په څلورو مياشتو کي په جرمني کي ۶۰۸۷۲ مهاجر راجستر سوي دي. د دوی ډېری د سوريې (۱۴۶۴۲) کسان، ورپسې د عراق (۵۸۰۵) مهاجر ورپسې له افغانستانه (۴۲۹۶) کسان دي او وروسته بيا د ايريتريا (۳۸۲۴) او ايران (۲۹۰۶) مهاجر دي.

په ټوله ايزه توگه له جنوري تر اپريل مياشتي پوري د پناه غوښتني ۷۹۹۳۰ غوښتنليکونه وړاندي سوي دي. دا د تيرکال د همدې مودې په پرتله ۶۹ سلنه کمښت ښيي.

جرمني ته له هغه وروسته د مهاجرو په راتگ کي کمښت راغلی چي د بالکان پر مسير پرتو هيوادونو خپل سرحدونه د مهاجرو پر مخ وتړل. دغه راز له ترکيې سره د مهاجرو په برخه کي د اروپايي اتحاديې تړون هم مرسته کړې ده.

همدا اوس په زرونو مهاجر په ترکيه او د بالکان پر مسير پرتو هيوادونو کي د اروپا په تمه بند پاته دي. په دوی کي ډېری افغانان دي چي په ډېرو سختو شرايطو کي ژوند کوي.

زموږ له ارشيف څخه: