1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د طبيعي ناورين د قربانيانو يادونه کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

په جاپان کي د زلزلزې، سمندري توپان او اټومي بټيو له ناورينونو څخه يو کال وروسته د ۱۹ زرو مړو او ورکو شوو انسانانو يادون کيږي.د جاپان حکومت له دغو مصيبتونو سره د چلند د څرنګوالي په وجه تر نيوکي لاندي راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/14Ixs
انځور: Reuters

په ټول جاپان کي د نوموړو پيښو د قربانيانو د يادون له پاره د يوې دقيقې له پاره چوپتيا خپره شوه. که څه هم په جاپان کي خلکو ډير طبيعي مصيبتونه ليدلي دي او پوهيږي چي هيواد ئې د ځمکي په داسي يو ژيولوژيکي برخه کي پروت دئ چي کله نا کله ئې زلزلې لړزوي. خو د فوکوشيما د تير کال مصيبتونه د دې هيواد د طبيعي مصيبتونو په تاريخ کي بې ساري دي.

په پلازمېنه توکيو کي د جاپان امپراطور، اکيهيتو او ددغه هيواد صدراعظم، يوشيهيکو د ملي تياتر په سالون کي له ۱۲۰۰مېلمنو سره د وير په يوه ستره لمانځنه کي ګډون وکړ.

زلزلې سمندري توپان رامنځ ته کړ

د۲۰۱۰ کال د مارچ پر۱۱د جاپان پر وخت له غرمې وروسته پر دوو بجو او ۴۶ دقيقو باندي په لومړي سرکي يوې ډيري سختي زلزلې چي قوت ئې تر۹درجو پوري اندازه شوی دئ، جاپان ولړزاوه. دغي زلزلې يو سمندري توپان په خوځښت راووست چي ۱۹ زره انسانان ئې مړه او لادرکه کړل.

د فوکوشيما اټومي بټۍ سختي تاواني شوې. دهغوی د سړولو سيسټم ( کولر) وران شو او د شپږو بټيو له جملې څخه په درو کي هستوي مواد ذوب شول.

دغه راز ددې هيواد په شمالي سواحلو کي چي د تير کال د ناورينونو له امله سخت تاواني شول، هم خلکو د وير مراسم نيولي دي.

په توکيو، فوکوشيما او نوروښارونو کي ځيني خلک سړکونو ته راوتلي او د اټومي انرژۍ پر ضد ئې په لاريونونه کړي دي.

د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم د فوکوشيما د ناورينونو کاليزه لمانځل کيږي. په پام کي ده چي په فرانسه، آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کي به د اټومي انرژۍ د زمانې پاي ته رسولو له پاره لاريونونه وشي.

ډيری خلک وايي چي له اټومي دستګاو څخه دي د انرژۍ لاس ته راوړل بند کړل شي. هغوی د نړۍ له اټومي قدرتونو څخه غواړي چي نه يوازي په خپلو هيوادونو دي د اټومي انرژۍ بټۍ وتړي، بلکي نورو هيوادونو ته دي هم د هغو له صادرولو څخه ډډه وکړي.

له فوکوشيما څخه د عبرت درس

په آلمان کي د فوکوشيما تر پيښي وروسته حکومت او اپوزيسيون په ګډه دې نتيجې ته ورسيدل چي د اټومي ناورينونو د مخنيوي له پاره تر ۲۰۲۵ کال پوري ټولي اټومي بټۍ وتړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زیارمل