1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان درې کسان اعدام کړل

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

په جاپان کې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا درې کسان اعدام شول. له دې سره نو په دغه هیواد کې د اعدامونو د نه تر سره کولو تر ټولو اوږده موده پای ته ورسیده. اعدام شوي کسان د ډیر شمیر خلکو د وژلو په جرم محکوم ول.

https://p.dw.com/p/14UEh
انځور: FARS

دغه درې کسان په جاپان کي د پنجشنبې په ورځ زیندۍ شول. جاپان د ۲۰۱۰ کال د جولای له میاشتې راهیسي هیڅ کوم مجرم هم نه وو زیندۍ کړی.

د جاپان د عدلیې وزیر توشیو اوګوا د دې خبرې اعلان وکړ. هغه وویل: «نن په جاپان کې درې کسان زیندۍ شول. ما د قانون له مخې خپله دنده د عدلیې د وزیر په توګه سر ته ورسوله.

درې واړه اعدام شوي کسان د ډیرو کسان د وژلو په جرمونو تورن ول. لومړي اعدام شوي وگړي په ۱۹۹۹ کال کې پر یوه تمځای کې ډیر خلک پخپل موټر وهلي ول او بیا ئې پنځه کسان د چاقو په ضربو وژلي ول. دویم اعدام شوي وگړي په ۲۰۰۱ کال کې دوه کسان او دریم په ۲۰۰۲ کال کې درې کسان وژلي ول.

جاپان په ۲۰۱۱ کال کې هیڅ څوک هم اعدام کړي نه ول. دا په جاپان کې په تیرو شلو کلونو کې لومړۍ کال وو چې پکښي هیڅ یو وگړی هم اعدام نه شو. د پنجشنې د ورځې له اعدامونو سره نو د جاپان د حکومت نوې ادارې خپل لومړي اعدامونه پلي کړل.

نظر پوښتنې ښيي چې اوس هم په جاپان کې خلک د مرگ د سزا ملاتړ کوي. جاپان او امریکا د هغو پر مختللي هیوادونو په ډله کې دي چې تراوسه پورې هم پکښي اعدامونه تر سره کيږي.

اوس په جاپان کې شاوخوا ۱۳۲ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي دي چې د خپلې سزا د لیدلو انتظار باسي. په دغه هیواد کې ټول اعدامونه د زیندۍ کولو له لاری پلي کيږي. په جاپان کې په اعدام محکوم سوو وگړو ته د هغوی د زیندۍ کیدو د نیټي په اړه تر وروستۍ شیبې پورې هم معلومات نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بخښني نړیوال سازمان پخپل کلني رپوټ کې ویلي وو چې په ۲۰۱۱ کال کې په ۲۰ هیوادونو کې لږ تر لږه ۶۷۶ کسان اعدام شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل