جان الین: د ملکي تلفاتو مخ نیوی به په ټول توان کوو
۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبهد پوځي عملیاتو پرمهال د ولسي افغانانو مرګ ژوبله هغه مسله ده چې د کابل اوغربي متحدینو ترمنځ یې په وار وار اړیکي ترینګلي کړي دي. امریکایې جنرال جان الین دغه څرګندوني پرون ناوخته په کابل کې د افغان او بهرنیو پوځي چارواکو او دیپلوماتانو یوې غونډي ته وکړي.
په دغه غونډه کې چې د (ولسي افغانانو د ساتنې د لارو چارو د موندلو د ناستې) نوم ورته ورکړل شوی وو شاوخواه ۱۲۰ تنو برخه اخیستي وه. ګډون والو په دې خبري وکړي چې څرنګه کیدای سي د پوځي عملیاتو پرمهال د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي مخ نیوی وشي او د امکان تر حده د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي کچه را ټیټه کړای شي.
د ولسي جرګې، ایساف ځواکونو، د بشر د حقونود خپلواک کمیسیون، د بښنې د نړیوال سازمان، د افغانستان د شنونکې د ټولني، د کورنیو چارو او دفاع چارو وزارتونو استازو په دغه غونډه کې وپتیله چې د ولسي مرګ ژوبلي د کمولو لپاره او په ټوله کې صفر ته د دغې کچې د رسولو لپاره باید د حکومتي ادارو او نړیوالو ځواکونو د سیمیزو او مرکزي قوماندانۍ ترمنځ همغږي لا پسې پراخه شي.
غونډي ته د ګڼ ملیتیزه ځواک عمومي قوماندان، جنرال الین، وویل چې د ایساف ځواکونو د روان کال عملیاتو ته په کتو سره د بریدونو پرمهال د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
جان الین زیاته کړه چې ټولو قوماندانانو ته یې دستور ورکړی چې له دښمن سره د مخامخ کیدو په صورت کې که چیرته په سیمه کې ولسي خلکو ته دمرګ ژوبلي د اوښتو شونتیا لیدل کیږي نو د توپونو او درنو وسلو ترڅنګ له هوایې ځواک څخه کار وانه خیستل شي.
جنرال الین د افغان او بهرنیو ځواکونو د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول په دغې نیمګړتیا لوی بری وباله.
د یادولو وړ ده چې دا په کابل کې د ایساف او افغان ملکي او پوځي ادارو تر منځ د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي د لارو چارو د موندلو په اړه د غونډو د سلسلې دوهمه ناسته وه چې تر سره شوه.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش