1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تېرکال۱۶۷زره انسانان د جګړو قربانيان سوي»

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د يوه تازه راپور له مخي په ۲۰۱۵م کال کي په وسله وال کړکېچونو کي تر ۱۶۷ زرو زيات انسانان وژل سوي. د راپور په حواله اکثره قربانيان د لويو جګړو دي.

https://p.dw.com/p/1Iibo
انځور: reuters

دغه څېړنه په لندن کي د ستراتيژيکو څېړنو نړيوال انستيتيوت (IISS) کړې ده. د څېړني په راپور کي راغلي دي چي تېر مېلادي کال په ټوله نړۍ کي تر ۱۶۷ زرو زيات انسانان په وسله والو کړکېچونو کي وژل سوي دي. زیاته سوې ده چي ۸۰ سلنه دغه تلفات په شپږو لويو جګړو کي رامنځ ته سوي.

دغه راپور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د اپريل ۵مه نېټه) خپور سوی دی. په راپور کي راغلي دي چي سوريه، منځنۍ امريکا، مکسيکو، افغانستان، نايجيريا او عراق هغه سيمي دي چي پکښي تر ټولو زيات انسانان د وسله والو کړکېچونو قربانيان سوي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د ياد شمېر تلفاتو يو پر دريمه برخه يوازي په سوريه کي رامنځ ته سوي. په سوريه کي په ۲۰۱۵م کال کي ۵۵ زره انسانان وژل سوي. د راپور په حواله په ټوله نړۍ کي د وژل سوو انسانانو پنځمه برخه په مکسيکو او منځنۍ امريکا کي د وسله والو بحرانونو قربانيان سوي دي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي د افريقا د سويل په صحرا کي له بحرانونو سره سره تر نورو وختونو لږ خلک وژل سوي دي.

په افغانستان کي د قربانيانو ډېرښت

په عيني حال کي په افغانستان کي د وسله وال بحران د قربانيانو شمېر په دراماتيکه توګه لوړ سوی دی. د راپور له مخي په داسي حال کي چی په ۲۰۱۳م کال کي په افغانستان کي د دغو قربانيانو شمېر ۳۵۰۰ وو، په ۲۰۱۵م کال يې شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ سوی.

په لندن کي د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انستيتيوت (IISS) په دغه راپور کي راغلي دي چي په عراق، سوريه، صوماليا او يمن کي حکومتونه په ۲۰۱۵م کال کي په دې توانېدلي دي چي له ياغيانو څخه ډېري سيمي بېرته ونيسي. زياته سوې ده چي يادو حکومتونو دغه برياوي د بهرنیو ټلوالو په مرسته درلودلي دي.