تير کال نژدې ۵۰ زرو افغانانو په اروپا کي د پناه غوښتنه کړې
۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبهد اروپايي ټولني د احصايي ادارې (يوروستات) د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۸م کال کي په دغه اتحاديه کي د پناه غوښتونکو شمېر۵۸۰ زرو او ۸۴۵ کسانو ته راکښته سوی دئ. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرت بحران په اوج کي په اروپايي ټولنه کي د مهاجرو شمېر يو ميليون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی وو.
د دغي ادارې د تازه شمېرو له مخي د اروپايي ټولني په غړو هيوادونو کي د ثبت سوو مهاجرو شمېر په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله په سلو کي يوولس سلنه کم سوی دئ.
دغه شمېر همداراز ښيي چي له غيرقانوني لارو اروپايي ټولني ته د مهاجرو راتگ لږ سوی دئ.
د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتني آژانس (فرونتکس) ويلي دي چي په ۲۰۱۸م کال کي له غيرقانوني لارو اروپايي ټولني ته نژدې ۱۵۰ زره کسان داخل سوي دي، چي دغه شمېر د تيرو پنځو کلونو په پرتله ډېر لږ دئ.
په ۲۰۱۸م کال کي د دغو هيوادونو وگړو په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتنه کړې:
- سوريه ۸۰۹۲۰ غوښتنليکه
- افغانستان ۴۰۹۹۰ غوښتنليکه
- عراق ۳۹۵۹۵ غوښتنليکه
په ۲۰۱۸م کال کي په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتونکو له ډلي څخه ۳۰ سلنه يې د يادو درو هيوادونو وگړي ول.
د فيصدۍ له مخي تيرکال د اروپايي ټولني په کوم هيواد کې څومره د پناه غوښتنه سوې ده؟
- آلمان ۲۷،۹ سلنه
- فرانسه ۱۹ سلنه
- يونان ۱۱،۲ سلنه
- هسپانيا ۹،۱ سلنه
- ايټاليا ۸،۵ سلنه
په پولنډ او هنگري کي چي حکومتونه يې د ښی اړخو عوامپالو په لاس کي دي له پناه غوښتونکو او مهاجرو سره سخت چلن کيږي. تيرکال په دغو هيوادونو کي ډير لږ پناه غوښتني ثبت سوي دي.
ـ په اروپايي ټولنه کي په متوسطه کچه د هرو يو ميليون کسانو په بدل کي ۱۱۳۳ د پناه غوښتني سوي دي.
ـ هنگري د خپلو هر يو ميليون وگړو پر سر ۶۵ پناه غوښتني اخيستي دي.
ـ پولنډ د خپلو هر يو ميليون وگړو پرسر ۶۳ پناه غوښتني ثبت کړي دي.
Aj/af/ NZ (dpa,Reuters)
دغه مطلب په لومړي سر کي زموږ په همکاره رسنۍ «انفو مایګرنتس» کي خپور سوی دئ.