1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس: د برلين د بريد په تړاو درې کسان نيول سوي

۱۳۹۵ دی ۴, شنبه

د انيس عامري د وژل کېدنې وروسته اوس تونسي چارواکو د برلين د بريد په تړاو درې کسان نيولي دي. ويل سوي چي په دغو کي د انيس عامري وراره هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/2Uq0l
Deutschland Trauer nach Anschlag auf Berliner Weihnachtsmarkt
انځور: DW/F. Hofmann

د رسنيو د راپورونو له مخي د تونس امنيتي چارواکو درې کسان چي عمرونه يې د ۱۸ او ۲۷ تر منځ دي نيولي دي. ويل سوي چي دغه درې کسان په برلين کي د بريد په تړاو نيول سوي دي.

په نيول سوو کي د برلين د بريد احتمالي عامل انيس عامري وراره هم شامل دی. انيس عامري يوه ورځ تر مخه په اېټاليه کي د پوليسو له خوا په ډزو ووژل سو. پر هغه شک ؤ چي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۹مه نېټه) يې په برلين کي د لارۍ موټر په مرسته د کرسمس پر بازار بريد کړی ؤ چي پکښي ۱۲ انسانان ووژل سوي ول.

تونسي چارواکو ويلي چي د انيس عامري نيول سوي وراره اقرار کړی دی چي د يو ځانګړي موبايل اېپ په مرسته د انيس عامري سره په تماس کي ؤ. ويل سوي چي دغه تماس نيونه په اليکترونيکي توګه د کود سوي پيغامونو له لاري تر سره کېدله. د عامري وراره ويلي چي اکا انيس عامري يې غوښتل چي هغه د داعش سره يوځای سي او دا چي هغه هم پيسې ورته لېږلي وې.

د سلفيانو مرکز

د تونس چارواکو ويلي چي ياد درې کسان يې د جمعې په ورځ لا د تونس هيواد په قيروان کي نيولي ول. په دغه سيمه کي د انيس عامري کورنۍ هم ژوند کوي. دغي سيمي ته د سلفيانو د مرکز په سترګه کتل کيږي. د تونس چارواکو ويلي چي نيول سوي کسان د يوې ترهګرې ډلې غړي دي.

انيس عامري په اېټاليه کي د عادي کنترول پر وخت د پوليسو له خوا درول سوی ؤ. عامري په سمدلاسه توګه پر پوليسو ډزي پېل کړې او يو پوليس يې ژوبل کړ چي په ځوابي ډزو کي پوليسو انيس عامري ووژی.

امنيتي چارواکي فکر کوي چي انيس عامري د دوشنبې په ورځ په آلمان کي د لارۍ موټر په مرسته بريد تر سره کړی ؤ.

د بريد وروسته د داعش ډلې يوه ويډيو خپره کړې وه چي پکښي انيس عامري د داعش د مشر بيعت کوي. داعش د برلين د بريد پړه په غاړه اخيستې وه. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.12.2016):