1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان لا ډیر نشه یې توکې وکرل شي

۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه

د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې پخواني مشر خبرداری ورکړی چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کوکنارو د فصل په کښت کې په ډراماتیکه توګه ډیروالی راشي.

https://p.dw.com/p/13HiY
افغانستان په نړې کې د مخدره توکو یو له لویو صادروونکو څخه دی
افغانستان په نړې کې د مخدره توکو یو له لویو صادروونکو څخه دیانځور: AP

د نشه یې توکو پر ضد د مبارزي پخواني وزير، جنرال خدایداد، ویلي چې په نا امنو سیمو کې وسله وال او بزګران دا امید لري چې په راتلونکو کلونو کې کله چې د ټول هیواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي دوې د کوکنارو کښت ته یو ځل بیا مخه وکړي. هغه په کابل کې د رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي:

« په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ستراتیژۍ سره به هر څه د کنټرول څخه ووځي او په ټولو ولایتونو کې به د کوکنارو کښت ډیر شي.»

د اټکلونو له مخې وسله وال یاغیان د نشه اي توکو د تولیداتو څخه هر کال د ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ ملیونو امریکایي ډالرو عاید تر لاسه کوي. په ۲۰۱۱م کال کې د کوکنارو په کښت کې د دغه بوټې د بیې د لوړوالې د امله لوړوالې راغلی وو.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ادارې په خپل یو ګډ راپور کې ویلي ول چې د ټول هیواد په کچه د ۲۰۱۰م کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۷ سلنه زیاتوالې راغلې. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان په شمال او ختیځ کې په درې ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر ته راښکته شوی وو خو سږ کال په دغو ولایت کې یو ځل بیا د کوکنارو کښت پیل شوی دی.

په دغه راپور کې د کوکنارو د کښت لامل په دغه فصل کې د یو رنګه مرض تر لګیدو وروسته د افیومو په نرخونو کې لوړوالې په ګوته شوی خو خدیداد بیا په فصل کې د رامنځ ته شوي مرض د یو وړوکي فکتور په توګه په ګوته کوي. د هغه په وينا په افغانستان کې ناامنۍ او په اداري فساد کې د چارواکو ښکلتیا د کوکنارو د کښت د ډیریدو اصلي لاملونه دي.

د یادولو وړ ده چې خدیداد د څلورو کلونو لپاره د نشه اي توکو سره د مبارزې د وزیر او درې کاله هم پدغه وزارت کې د معین په توګه دنده تر سره کړې. خو په ۲۰۱۰م کال کې هغه په دې ونه توانید چې د پارلمان نه یو ځل بیا د اعتماد رایه خپله کړي.

خدایداد وایي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتیا نه لري چې د دغه فصل د کښت مخه ونیسي.

د نشه اي توکو سره د مبارزي اوسني وزیر د اکتوبر په میاشت کې په کلکه ویلي وو چې هغه بزګران چې کوکنار کري، هغوي ته به جزا ورکول کیږي. خو خدیداد وایي چې د نشه اي توکو پر ضد قوانین نه عملي کیږي. د هغه په وینا په نا امنه سیمو کې طالبان، بزګران د کوکنارو کښت ته هڅوي.

د افغان دولت، د نشه اي توکو پر ضد د لویدیځو هیوادونو ادارو او د ګاونډیو هیوادونو تر منځ نه همغږیتوب هم د دغه مخدره توکې د تولید په ډیرښت کې یو بل لامل ګڼل کیږي.

تر اوسه هم بهرني هیوادونه په دې هڅه کې دې چې د بزګرانو سره مرستي وشي تر څو د کوکنارو پر ځای کوم بل قانوني فصل وکرل شي خو خدیداد بیا وایي چې د دغه تاکتیک د کارولو لپاره اوس ډیر ناوخته شوی دی.


آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش