1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر هلمند وروسته په شمال کي ستر پوځي عمليات پيليږي

۱۳۸۸ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د کندوز والي محمد عمر ويلي چي په نيژدې راتلونکي کي به د کندوز او بغلان ولايتونو په ناامنيو سيمو کي هم ستر پوځي عمليات پيل سي...

https://p.dw.com/p/M4UQ
د کندوز والي محمد عمر د يوې خبري غونډي پرمهال
د کندوز والي محمد عمر د يوې خبري غونډي پرمهالانځور: DW

زندرا پطرزمن له ډهلي څخه په خپل رپوټ کې راليکي، محمد عمر ته په آلمان کې د افغانستان په هکله مباحثې ښې معلومې دي. دی پوهيږي، چې تېر کال کندز کې د سپتمبر د مياشتې د څلورمې نېټې خونړو گذارونو په آلمان کې ناخوالې راپورته کړې. د کندز والي تر اوسه پورې له هغو بمباريو څخه پلوي کوي. ده ته هغه د دوو ټانک موټرونو بمباري له پوځي اړخه يو پر ځای کار ښکاري، ولو که يو شمېر ملکي او بې گناه کسان پکې له منځه ولاړل هم. نو له دې مخي دی د دې اټکل کولی شي، چې آلمانيان به، د ده لخوا په کندز کې د طالبانو پرضد د يوې راتلونکې ته پلان شوې پراخه پوځې حملې په برخه کې، څه فکر کوي. عمر څرگندوي:

«د افغانستان حکومت، نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF او نورو په افغانستان کې موجودو نړيوالو ځواکونو پتيلې ده، چې په دوو راتلونکو کالونو کې به افغانستان له طالبانو څخه پاکوي، البته شمال او شمال ختيز هم. نو ځکه به په راتلونکې نږدې کې دلته هم د هلمند غوندې يو لوی پوځي عمليات رامنځ ته کيږي. هغه به د کندز او بغلان په سيمو کې وي.»

د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې د تېرې شنبې له ورځې راپدېخوا د مشترک په نامه پراخه عمليات د طالبانو پرضد روان دي، په کوم کې چې 15000 سرتيري برخه لري. له 2001 ميلادي کال راپديخوا، يعنی کله چې طالبان له واک څخه لوول شوي، دا تر بل هر وخت نه د دوی پرضد غټ پوځي عمليات دي. د کندز والي محمد عمر، د چهارشنبې په ورځ د کندز ښار کې جوړ شوي مطبوعاتي کانفرانس کې د خپلې سيمې له طالبانو څخه وغوښتل، مخکې له دې نه چې شمال کې پراخه پوځي عمليات شروع شي، ځانونه تسليم کړي. ده زياته کړه:

«زه پر ټولو طالبانو غږ کوم، چې زموږ د دښمنانو لخوا تېرايستل کيږي، دوی رښتيني افغانان دي او خپل هېواد ورباندې گران دئ، را د شي له افغان حکومت او افغان وگړو سره د پخولا شي.»

عمر ټينگار کوي، چې راتلونکي پوځي عمليات به طالبانو ته د تېښتې لاره نه پرېږدي.

«عمر په ډاگه کوي، افغان حکومت هوډ کړی، چې خپل دښمن به راپرځوي. دا د دوی وروستی چانس دئ، چې دمه وباسي، مخکې له هغه چې سيمه ورڅخه پاکيږي.»

محمد عمر دې ته هم اشاره کړېده چې، سيمې ته افغاني طالبان کړکېچ نه جوړوي، بلکه لانجې له ازبکستان او چچنستان څخه راغلي بهرني جنگيالي رامنځ ته کوي. د کندز والي په کراچۍ کې د طالبانو د لوی قوماندان ملا عبدالغني برادر نيول کېدنه يو لوی برياليتوب بللی. همدې برادر په شمال کې موجودو طالبانو ته هم اوامر ورکول.

زندرا پطرزمن خپل مطلب په دې جملو سره پای ته رسوي چې، د کندز والي له پياوړو کسانو څخه دئ، او له رسنيو سره تل مرکې کوي. ده د جنورۍ د مياشتې په نيمايي کې يوې آلمانۍ راديو سره خپله مرکه کې پر آلماني ځواکونو باندې دا نيوکه وکوله :

«کله چې زموږ آلماني ملگري ونه شي کولای موږ له طالبانو څخه وژغوري، نو بيا مجبور يو له نورو ملگرو څخه مرسته وغواړو.»له نورو ملگرو څخه د محمد عمر منظور امريکايان وو، چې غوښتل يې خپل 4500 تنه سرتيرې شمال ته واستوي.

Petersmann , Sandra/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل