1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر شنه اسمان لاندي دي مړه سوو، خو بل ځای ته نه ځو»

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د فرانسې جمهوررئيس غواړي د کال تر پایه ټوله بې کوره مهاجر راټول او ځای پرځای کړي، خو په کالې کي یې پلان له سخت مقاومت سره مخامخ دی. ددغه کمپ پر ډیر خراب وضعیت سربیره، اکثره نه غواړي له دغه ځايه ووځي.

https://p.dw.com/p/2ly8q
Frankreich Räumung Dschungel von Calais
انځور: Reuters/P. Rossignol

د فرانسې د شمالي ساحل سره د کالې له کمپ څخه که څه هم د ۲۰۱۶م کال په مني کي اکثره مهاجر وایستل سول او د فرانسې پر مختلفو برخو باندي ووېشل سول، خو اوس لا هم هلته او د هغه په شاوخوا کي  تقریبأ۷۰۰ مهاجر پاته دي. دلته په کمپ کي د مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی او هر څه یې کمبود دي.

په همدې دلیل ملگرو ملتو د فرانسې پرحکومت سخت انتقادونه کړي دي او ترې غوښتي يې دي چي د هغوی غم وخوري. د ملگرو ملتو په حواله، د هغوی اکثریت کسان سرپناه نه لري، ترشنه اسمان لاندي بیدیږي، پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لري او تشنابونه او بیت الخلاوي خو اصلأ نه لري. لږتر لږه ۱۵۰ کسانو ته ډوډی نه رسیږي او د خیریه سازمانو یا حکومت مرستو ته منتظر دي.

خو پر دې ټولو خبرو سربیره اکثریت نه غواړي ددغه کمپ څخه ووځي او کوښښ کوي، له همدغه ځايه انګلستان ته ولاړ سي. یو ۲۱ کلن سوډانی یعقوب وايي چي :«د خدای(ج) په کومک سره به زه د ژمي تر رارسیدو دمخه انګلستان ته ورسیږم.» دی زیاتوي چي هغه سرپناوي چي د فرانسې حکومت په دې وروستیو میاشتو کي جوړي کړي دي، د ده له پاره د منلو وړ نه دي: «که زه ددغو ځایو څخه یوه ته هم ولاړ سم، بیا نو زه خپل چانسونه د لاسه ورکوم او نسم کولای انګلستان ته ولاړ سم».

په دغه کمپ کي یو بل مهاجر سلویان مارتي د کمپ د وضعیت په باب وايي چي«دلته د مهاجرو له پاره وضعیت ډیر خراب دی. ټوله تر شنه اسمان لاندي بیدیږی او یوه خیمه دوې ورځي لا هم نه پاتیږي. ځکه پولیس راځي او له بسترو سره یې یو ځای وړي».

مارتي اضافه کوي چي دلته اکثره مهاجر په انګلستان کي خپلوان لري او یا یې انگلیسي ژبه زده ده. د ده په خبره د جمهوررئيس ماکرون دا اعلان چي «د کال تر پايه پوري ټوله مهاجر دولتي تأسیساتو ته انتقال کړي، زه یې ډیر په تشویش کي اچولي یم. زه له دې بیره لرم چي چارواکي به د مهاجرو په مقابل کي د سخت چلند څخه کار واخلي او هغوي په زوره انتقال کړي».

برعکس ځیني نور لکه یو ځوان افغان چي نه غواړي خپل نوم یاد کړي وايي چي «زه نور تسلیم یم او یوې دولتي لیلیې او یا بلي سرپناه ته ځم.» دی زیاتوي: «ما دلته په کالې کي په دې امید چي انګلستان ته ولاړ سم، په ډیر خراب حالت کي شپږ نیمي میاشتي تیري کړې او حاضر یم چي حتی اوس بیرته افغانستان ته ولاړ سم.»